Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
19 : 42

اَللّٰهُ لَطِیْفٌ بِعِبَادِهٖ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ ۟۠

الله پر خپلو بنده ګانو د مهربانۍ څښتن دی، چاته چې وغواړي روزي ورکوي، نو روزي يې ورته پراخوي او چاته چې وغواړي پرې تنګوي يې د خپل حکمت او مهربانۍ د غوښتنې له مخې او هغه داسې ځواکمن دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای همهغه له خپلو دوښمنانو غچ اخلي.
info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• خوف المؤمن من أهوال يوم القيامة يعين على الاستعداد لها.
د مؤمنانو د قيامت له سختيو وېره د قيامت لپاره په چمتووالي کې مرسته کوي. info

• لطف الله بعباده حيث يوسع الرزق على من يكون خيرًا له، ويضيّق على من يكون التضييق خيرًا له.
د الله لورېينه پر خپلو بندګانو چې چاته وغواړي روزي يې ور پراخوي که د هغه په خير وي، او چاته يې بيا روزي تنګوي که تنګي يې په خير وي. info

• خطر إيثار الدنيا على الآخرة.
دنيا ته پر آخرت د لومړيتوب ورکولو خطر. info