Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
70 : 40

الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِالْكِتٰبِ وَبِمَاۤ اَرْسَلْنَا بِهٖ رُسُلَنَا ۛ۫— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

هغه کسان چې قرآن او هغه حق درواغ ګڼي چې موږ خپل رسولان په هغې لېږلي دي، ژر به دغه درواغ ګڼونکي د خپلو درواغ ګڼلو په پايله پوه شي او بده خاتمه به يې وويني. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• التدرج في الخلق سُنَّة إلهية يتعلم منها الناس التدرج في حياتهم.
پړاو په پړاو پيداکول يوه الهي کړنلاره ده چې خلک له هغه څخه په خپل ژوند کې تدرج (پړاو په پړاو ژوند تېرول) زده کوي. info

• قبح الفرح بالباطل.
پر باطل د خوشالۍ بدوالی. info

• أهمية الصبر في حياة الناس، وبخاصة الدعاة منهم.
د خلکو په ژوند کې د صبر اهميت په ځانګړي ډول له هغوی څخه د بلونکو لپاره. info