Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

Page Number:close

external-link copy
66 : 4

وَلَوْ اَنَّا كَتَبْنَا عَلَیْهِمْ اَنِ اقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ اَوِ اخْرُجُوْا مِنْ دِیَارِكُمْ مَّا فَعَلُوْهُ اِلَّا قَلِیْلٌ مِّنْهُمْ ؕ— وَلَوْ اَنَّهُمْ فَعَلُوْا مَا یُوْعَظُوْنَ بِهٖ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ وَاَشَدَّ تَثْبِیْتًا ۟ۙ

او که چیرته مونږ په دوئ باندې فرض کړی وی وژل یو بل لره، او یا وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به نه وي عملی کړی مګر لږو کسانو د دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوئ یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکولی شي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وي د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوی ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی و دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 4

وَّاِذًا لَّاٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ لَّدُنَّاۤ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟ۙ

او که چیرته مونږ په دوی باندې فرض کړی وی وژل د یو بل، او وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به یې نه وی عملي کړي مګر لږو کسانو د دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوی یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکیدلی شي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وی د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوی ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی و دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 4

وَّلَهَدَیْنٰهُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟

او که چیرته مونږ په دوی باندې فرض کړی وای وژل د یو بل لره، او وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به یې نه وی عملي کړې مګر لږو کسانو له دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوی یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکول کیږي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وی د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوئ ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی وی دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 4

وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ فَاُولٰٓىِٕكَ مَعَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ وَالصِّدِّیْقِیْنَ وَالشُّهَدَآءِ وَالصّٰلِحِیْنَ ۚ— وَحَسُنَ اُولٰٓىِٕكَ رَفِیْقًا ۟ؕ

او چاچې تابعدارې وکړه د الله تعالی او د پیغمبر نو دا کسان به د هغه چا سره وي چې الله تعالی پرې جنت ته د ننوتلو انعام کړی چې هغه پیغمبران دی او صدیقین دی هغه کسان چې پوره شوې ده رښتینولي د دوی په هغه چې پیغبرانو پرې راتګ کړی، او په هغه یې عمل کړی، او شهیدان هغه چې د الله تعالی په لاره کې وژل شوي، او نیکان هغه چې خپل پټ او ښکاره يې برابر شوي، نو عملونه يې هم برابر شوي، څومره ښه دي دغه کسان د ملګرو څخه په جنت کې. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 4

ذٰلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللّٰهِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ عَلِیْمًا ۟۠

دغه بیان شوی ثواب مهرباني ده د الله تعالی له طرفه په خپلو بندګانو، او کافي دی الله تعالی پوه د دوی په احوالو، او خامخا بدله به ورکړی هر چا ته په خپل عمل. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 4

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا خُذُوْا حِذْرَكُمْ فَانْفِرُوْا ثُبَاتٍ اَوِ انْفِرُوْا جَمِیْعًا ۟

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبر تابعدارۍ مو کړې ده، ونیسئ خپله ساتنه د خپلو دښمنانو څخه په نیولو د اسبابو د هغوی د جنګ کولو، نو ووځئ هغوی ته د جنګ لپاره یوه ډله وروسته د بلې ډلې څخه، او یا ورته ټول په یو ځای ووځئ، دا ټول د خپل مصلحت مطابق، او مطابق د هغې خطې چې دښمن ته پکې ماتې ورکول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 4

وَاِنَّ مِنْكُمْ لَمَنْ لَّیُبَطِّئَنَّ ۚ— فَاِنْ اَصَابَتْكُمْ مُّصِیْبَةٌ قَالَ قَدْ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیَّ اِذْ لَمْ اَكُنْ مَّعَهُمْ شَهِیْدًا ۟

او بیشکه ځینې ستاسې څخه -ای مسلمانانو- هغه څوک دي چې وروسته وروسته کیږي د وتلو څخه د دښمن د جنګ لپاره د بزدلۍد له امله، او نور خلک هم وروسته وروسته کوي، او دا خلک منافقان دي او د کمزوري ایمان والا خلک دي، نو که چیرته تاسو ته مرګ او یا ناکامي ورسیږي نو یو د دوی څخه داسې وایې حال دا چې خوشحاله وي په خپلې سلامتیا او بچ پاتې کیدلو: بیشکه مهرباني کړې په ما باندې الله تعالی نو د هغوی سره جنګ ته حاضر نشوم کنه ما ته به هم د هغوی په شان مصیبت رارسیدلی وي. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 4

وَلَىِٕنْ اَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ اللّٰهِ لَیَقُوْلَنَّ كَاَنْ لَّمْ تَكُنْ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهٗ مَوَدَّةٌ یّٰلَیْتَنِیْ كُنْتُ مَعَهُمْ فَاَفُوْزَ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟

او که چیرته در ورسیږي تاسو ته -ای مسلمانانو- مهرباني د الله تعالی له طرفه په کامیابۍ او یا غنیمت سره نو خامخا وایې دا وروسته پاتې شوی کس د جهاد څخه لکه دا چې ستاسو له ډلې څخه نه وي او ستاسو او د هغه تر منځ څه مینه او ملګرتیا هم نه وي. کاش چې زه د دوی سره په دې جنګ کې وم نو زه به هم کامیاب شوی وم په هغه لویه کامیابۍ چې دوی پرې کامیاب شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 4

فَلْیُقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ الَّذِیْنَ یَشْرُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا بِالْاٰخِرَةِ ؕ— وَمَنْ یُّقَاتِلْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَیُقْتَلْ اَوْ یَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِیْهِ اَجْرًا عَظِیْمًا ۟

نو پس جنګ دې وکړي د الله تعالی په لاره کې د دې لپاره چې شې اوچته کلمه د الله تعالی، ریښتوني مومنان هغه کسان دي چې خرڅوي ژوند د دنیا مخ اړوونکې وي د هغې نه، په اخرت باندې رغبت او مینه لرونکي وي په هغې کې، او چاچې جنګ وکړ، د الله تعالی په لاره کې د دې لپاره چې شي اوچته کلمه د الله تعالی نو دې شهید شي، او یا په خپل دښمن باندې غالب شي، او په هغه کامیاب شي، نو خامخا وربه کړي دې ته الله تعالی ثواب لوی، او هغه جنت دی او د الله تعالی رضا ده. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• فعل الطاعات من أهم أسباب الثبات على الدين.
د نیکیو کول په دین باندې د مضبوط پاتې کیدلو د مهمو سببونو څخه دي. info

• أخذ الحيطة والحذر باتخاذ جميع الأسباب المعينة على قتال العدو، لا بالقعود والتخاذل.
له دښمن سره د جګړې لپاره په احتیاط او ځان ژغورنې سره له ټولو مرستندویه توکو ګټه اخستل، نه په لاس تر ځنې کېناستلو او ذلت سره. info

• الحذر من التباطؤ عن الجهاد وتثبيط الناس عنه؛ لأن الجهاد أعظم أسباب عزة المسلمين ومنع تسلط العدو عليهم.
ځان ساتل د وروسته وروسته کیدلو نه د جهاد څخه او د خلکو د جهاد څخه د ورسته کولو نه؛ ځکه چې جهاد د مسلمانانو د عزت غټ سبب دی او همدا رنګه په هغوی باندې د کافرانو د تسلط د بندولو غټ سبب هم دی. info