Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

Page Number:close

external-link copy
154 : 37

مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟

ای مشرکانو! په تاسو څه شوي چې دا د ظلم پرېکړه کوئ چې الله لپاره لورګانې ګرځوئ او ځانونو لپاره زامن ګرځوئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
155 : 37

اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟ۚ

آیا نو پند نه اخلئ له باطل والي د هغه فاسدې عقېدې چې تاسو پرې یاست؟! نو بېشکه که تاسو پند اخیستلی نو دا وینا به مو نه کوله. info
التفاسير:

external-link copy
156 : 37

اَمْ لَكُمْ سُلْطٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

ایا تاسو لره کوم ښکاره دلیل او څرګند حجت د کتاب یا رسول څخه شته؟!. info
التفاسير:

external-link copy
157 : 37

فَاْتُوْا بِكِتٰبِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

نو خپل هغه کتاب مو راوړئ چې د دې خبرې دلیل پکې وي که چېرې تاسو په خپلو دعوو کې رښتیني یاست. info
التفاسير:

external-link copy
158 : 37

وَجَعَلُوْا بَیْنَهٗ وَبَیْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا ؕ— وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ اِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ

او مشرکانو د الله او له دوی پټو ملائکو تر منځ خپلوي پېدا کړې کله چې یې دعوه وکړه چې ملائکې د الله لورګانې دي او خامخا ملائکې پدې پوهېدلي چې زر دی چې الله به مشرکان حساب لپاره حاضر کړي. info
التفاسير:

external-link copy
159 : 37

سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ

الله تعالی پاک دی له هغه څه چې مشرکان یې په اړه بیانوي کوم څه چې ده لپاره مناسب نه دي د بچې او شریک څخه او داسې نور. info
التفاسير:

external-link copy
160 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

مګر د الله غوره شوي بندګان؛ نو بېشکه دوی د الله لپاره نه بیانوي پرته د جلال او کمال له هغو صفتونو چې ورسره مناسب وي. info
التفاسير:

external-link copy
161 : 37

فَاِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

نو تاسو ای مشرکانو او هغه څه چې پرته له الله تعالی یې عبادت کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
162 : 37

مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ بِفٰتِنِیْنَ ۟ۙ

له حق دین څخه د هیچا یې لارې کوونکي نه یاست. info
التفاسير:

external-link copy
163 : 37

اِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِیْمِ ۟

پرته له هغه چې الله تعالی یې په اړه پرېکړه کړې وي چې د دوزخ والا دی، نو بېشکه الله خپله پرېکړه نافذوي نو کافر کېږي او دوزخ ته داخلېږي او هر چې تاسو او ستاسو معبودان دي نو ستاسو پرې هېڅ وس نشته. info
التفاسير:

external-link copy
164 : 37

وَمَا مِنَّاۤ اِلَّا لَهٗ مَقَامٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ

او ملائکو الله تعالی ته د خپلې بندګۍ بیانولو او د مشرکانو د دعوو څخه بېزارۍ په حالت کې وویل: او له مونږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر د الله په عبادت او طاعت کې یې ټاکلی ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
165 : 37

وَّاِنَّا لَنَحْنُ الصَّآفُّوْنَ ۟ۚ

او بېشکه مونږ -ملائکې- د الله په عبادت او طاعت کې کتارونه ولاړ یو او مونږ د الله پاکي ویونکي یو له هغو صفتونو چې ده سره مناسب نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
166 : 37

وَاِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُوْنَ ۟

او بېشکه مونږ -ملائکې- د الله په عبادت او طاعت کې کتارونه ولاړ یو، او مونږ د الله پاکي ویونکي یو له هغو صفتونو چې ده سره مناسب نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
167 : 37

وَاِنْ كَانُوْا لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي. info
التفاسير:

external-link copy
168 : 37

لَوْ اَنَّ عِنْدَنَا ذِكْرًا مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي. info
التفاسير:

external-link copy
169 : 37

لَكُنَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي. info
التفاسير:

external-link copy
170 : 37

فَكَفَرُوْا بِهٖ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

او بېشکه د مکې مشرکانو به د محمد صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه مخکې ویل: که چېرې مونږ سره د مخکینیو خلکو د کتابونو څخه کوم کتاب وی لکه تورات؛ نو الله ته به مو په اخلاص عبادت کولی، او دوی په دې خبره کې دروغجن وو، نو بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم ورته قرآن راوړ نو پرې کافران شول، نو زر دی چې د قیامت په ورځ به پوه شي په هغه سخت عذاب چې د دوی انتظار باسي. info
التفاسير:

external-link copy
171 : 37

وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

۱۷۳-۱۷۱ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې د حجت او توان احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ د هغه لښکر وي چې د الله په لار کې د کلمې د لوړوالي لپاره جنګېږي. info
التفاسير:

external-link copy
172 : 37

اِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُوْرُوْنَ ۪۟

۷۱-۷۳ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې د حجت او توان احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ د هغه لښکر وي چې د الله په لار کې د کلمې د لوړوالي لپاره جنګېږي. info
التفاسير:

external-link copy
173 : 37

وَاِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟

۷۱-۷۳ او بېشکه زمونږ وینا رسولانو ته تېره شوې وه چې دوی به پر خپلو دښمنانو برلاسي وي ځکه چې الله ورباندې د حجت او ځواک احسان کړی او بېشکه غلبه به زمونږ د هغه لښکر وي چې د الله په لار کې د کلمې د لوړوالي لپاره جنګېږي. info
التفاسير:

external-link copy
174 : 37

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ

اې رسوله! له دوی سرکښو مشرکانو څخه تر یوې مودې چې الله پرې خبر دی مخ وګرځوه څو یې د عذاب وخت راورسېږي. info
التفاسير:

external-link copy
175 : 37

وَّاَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟

ویې ګورئ کله چې عذاب پرې نازليږي؛ نو ورته ګوري به چې هغه مهال به کتل ورته ګټه نه رسوي.
info
التفاسير:

external-link copy
176 : 37

اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

آیا نو دا مشرکان د الله په عذاب بیړه کوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
177 : 37

فَاِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَآءَ صَبَاحُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟

نو کله چې پرې د الله عذاب را پرېوځي نو بد سبا د همدوی سبا دی. info
التفاسير:

external-link copy
178 : 37

وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ

ای رسوله! له دوی نه تر هغه وخته مخ وګرځوه څو الله د دوی د عذاب په اړه پرېکړه وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
179 : 37

وَّاَبْصِرْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟

او ګوره، پس زر دی چې دوی به د الله هغه عذاب او سزا وویني کوم چې پرې نازلېږي. info
التفاسير:

external-link copy
180 : 37

سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۚ

ای محمده! پاک دی ستا رب، د ځواک رب، او سپېڅلی دی د نقصان له هغو صفاتو څخه چې مشرکان یې ورته بیانوي. info
التفاسير:

external-link copy
181 : 37

وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚ

او د الله لخوا ښه راغلاست او ستاینه ده پر پتمنو رسولانو. info
التفاسير:

external-link copy
182 : 37

وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠

او ټوله ستاینه یوازې الله لره ده، هماغه یې وړ دی او د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی، له ده پرته بل پالونکی نلري. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• سُنَّة الله نصر المرسلين وورثتهم بالحجة والغلبة، وفي الآيات بشارة عظيمة؛ لمن اتصف بأنه من جند الله، أنه غالب منصور.
د الله سنت (قانون) د رسولانو او د هغوی د وارثانو مرسته کول دي په حجت او برلاسۍ سره او په آیتونو کې ستر زېری دی د هغه چا لپاره چې د الله د لښکر څخه وي او هماغه برلاسی او مرسته کړل شوی دی. info

• في الآيات دليل على بيان عجز المشركين وعجز آلهتهم عن إضلال أحد، وبشارة لعباد الله المخلصين بأن الله بقدرته ينجيهم من إضلال الضالين المضلين.
په دې آیاتونو کې د خلکو د بې لارې کولو څخه د مشرکانو او د هغوی د معبودانو د کمزورتیا بیان دی او د الله مخلصو بندګانو ته زېری دی چې الله به یې په خپل قدرت سره د بې لارې کوونکو د بې لارې کولو څخه وژغوري. info