Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
82 : 36

اِنَّمَاۤ اَمْرُهٗۤ اِذَاۤ اَرَادَ شَیْـًٔا اَنْ یَّقُوْلَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟

بېشکه د الله امر او کار داسې وي چې کله د یو شي د پېدایښت اراده وکړي نو ورته ووایي: شه، نو کوم شی چې غواړي هغه وشي، او له دې څخه چې غواړي یې ژوندي کول او مړه کول او را پورته کول او داسې نور دي. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• من فضل الله ونعمته على الناس تذليل الأنعام لهم، وتسخيرها لمنافعهم المختلفة.
په خلکو باندې د الله له فضل او نعمت څخه دا دي چې څاروي یې ورته اېل کړي، او د دوی مختلفو ګټو لپاره یې تابع کړي. info

• وفرة الأدلة العقلية على يوم القيامة وإعراض المشركين عنها.
د قیامت د ورځي په شتون باندې د عقلي دلائلو زیاتوالی او هغې څخه د مشرکانو مخ اړول. info

• من صفات الله تعالى أن علمه تعالى محيط بجميع مخلوقاته في جميع أحوالها، في جميع الأوقات، ويعلم ما تنقص الأرض من أجساد الأموات وما يبقى، ويعلم الغيب والشهادة.
د الله تعالی له صفتونو څخه دا دي چې د هغه علم ټولو مخلوقاتو ته په ټولو حالاتو او وختونو کې راګېرونکی دی، او پوهېږي چې ځمکه د مړو څومره جسدونه کموي او څومره پاتې کېږي، او په پټو او ښکاره و پوهېږي. info