Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
60 : 36

اَلَمْ اَعْهَدْ اِلَیْكُمْ یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اَنْ لَّا تَعْبُدُوا الشَّیْطٰنَ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

آیا تاسو ته مې د خپلو پېغمبرانو په خولو سپارښتنه او امر نه ؤ کړی او نه مې ؤ ویلي چې: ای د آدم زامنو، په کفر او ګناهونو ترسره کولو کې د شیطان مه منئ، بېشکه شیطان په ښکاره دښمنۍ سره دښمن دی، نو یو هوښیار کس ته څرنګه ممکن دي چې د هغه دښمن ومني کوم چې ښکاره دښمني کوي؟!. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• في يوم القيامة يتجلى لأهل الإيمان من رحمة ربهم ما لا يخطر على بالهم.
د قیامت په ورځ به د ایمان خاوندانو ته د خپل رب له رحمت څخه هغه څه څرګند شي چې د دوی په ذهن کې به نه راتلل. info

• أهل الجنة مسرورون بكل ما تهواه النفوس وتلذه العيون ويتمناه المتمنون.
جنتیان په ټولو هغو شیانو چې زړونه یې غواړي او سترګې ترې خوند اخلي او هیله کوونکي یې هیله لري خوشاله وي. info

• ذو القلب هو الذي يزكو بالقرآن، ويزداد من العلم منه والعمل.
د زړه خاوند هغه دی چې په قرآن پاکېږي، او د هغه څخه خپل علم او عمل زیاتوي. info

• أعضاء الإنسان تشهد عليه يوم القيامة.
د انسان غړي پر هغه د قیامت په ورځ شاهدي وایي. info