Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
58 : 30

وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَلَىِٕنْ جِئْتَهُمْ بِاٰیَةٍ لَّیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُبْطِلُوْنَ ۟

او بېشکه مونږ په دې قرآن کې خلکو لپاره -پر دوی د پام کولو لپاره- هر ډول مثال بیان کړی؛ څو دوی ته حق له باطل څخه څرګند شي، او که چېرې ته دوی ته راوړې -ای پېغمبره- په خپلې ریښتنولی باندې کوم دلیل نو خامخا به وایي هغه کسان چې کفر یې کړی: نه یاست تاسو په هغه څه کې چې راوړی مو دی پرته له باطل ویونکو. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• يأس الكافرين من رحمة الله عند نزول البلاء.
د مصیبت پر مهال د الله تعالی د رحمت څخه د کافرانو ناهیلي کېدل. info

• هداية التوفيق بيد الله، وليست بيد الرسول صلى الله عليه وسلم.
د وس ورکولو (توفیق) لارښوونه د الله په لاس کې ده، نه د رسول صلی الله عليه وسلم په لاس کې. info

• مراحل العمر عبرة لمن يعتبر.
د عمر پړاوونه د هغه چا لپاره پند دی چې پند اخلي. info

• الختم على القلوب سببه الذنوب.
په زړونو د ټاپو لګېدلو لامل ګناهونه دي. info