Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
56 : 3

فَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَاُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟

پس هغه کسان چې کافر دي پر تا او په هغه حق چې تا ورته راوړی دی نو زه به ورته په دنیا کې دردناک عذاب ورکړم په وژلو، بندي کولو، خوارولو او داسې نور، او په آخرت کې په عذاب د اور سره، او نشته دوی لره مرستندوی چې له دوی عذاب لرې کړي. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• من كمال قدرته تعالى أنه يعاقب من يمكر بدينه وبأوليائه، فيمكر بهم كما يمكرون.
د الله تعالی د ځواک د بشپړتیا څخه دا دي چې سزا ورکوي هغه چا ته د ده دین او دوستانو سره چل کوي، نو الله ورته تدبیر جوړوي څرنګه چې دوی چل کوي. info

• بيان المعتقد الصحيح الواجب في شأن عيسى عليه السلام، وبيان موافقته للعقل فهو ليس بدعًا في الخلقة، فآدم المخلوق من غير أب ولا أم أشد غرابة والجميع يؤمن ببشريته.
د عیسی علیه السلام په اړه د سمې او واجبې عقیدې بیان او د دې بیان چې هغه د عقل سره سمون خورې او په پېدایښت کې څه نوي نه دي، پس آدم چې پرته له پلار او مور څخه پېدا شوی و له ده سخت د حېرانتیا وړ دی خو ټول یې په بشریت باور لري. info

• مشروعية المُباهلة بين المتنازعين على الصفة التي وردت بها الآية الكريمة.
د شخړې کوونکو تر منځ په هغې طریقه د مباهلې مشروعیت کومه چې په آیت کې راغلې ده. info