Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
85 : 28

اِنَّ الَّذِیْ فَرَضَ عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ لَرَآدُّكَ اِلٰی مَعَادٍ ؕ— قُلْ رَّبِّیْۤ اَعْلَمُ مَنْ جَآءَ بِالْهُدٰی وَمَنْ هُوَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

بېشکه هغه ذات چې قرآن يې پر تا نازل کړی او د هغه رسونه او په هغه کې چې څه دي پر هغو يې عمل کول درباندې لازم کړي دي تر څو مکې ته د بريا په حال کې راوګرځې، ای رسوله! مشرکانو ته ووايه: زما پالونکی پر هغه چا ښه پوه دی چې له لارښوونې سره راغلی او پر هغه چا هم چې له لارښوونې او حق څخه په څرګنده یې لیارې دی. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• النهي عن إعانة أهل الضلال.
د لارورکو خلکو له مرستې څخه منع کول. info

• الأمر بالتمسك بتوحيد الله والبعد عن الشرك به.
د الله پر يووالي ټينګ درېدل او له شرک څخه لرې کېدل. info

• ابتلاء المؤمنين واختبارهم سُنَّة إلهية.
د مؤمنانو ازمويل او د هغوی امتحانول د الله کړنلاره ده. info

• غنى الله عن طاعة عبيده.
د الله بې پروايي او غناء د بندګانو له پيروۍ څخه info