Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
67 : 22

لِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوْهُ فَلَا یُنَازِعُنَّكَ فِی الْاَمْرِ وَادْعُ اِلٰی رَبِّكَ ؕ— اِنَّكَ لَعَلٰی هُدًی مُّسْتَقِیْمٍ ۟

د هر یو امت لپاره مونږ مقرر کړې کړنلاره د بندګۍ، نو دوی په خپله طرېقه باندې بندګي کوي، نو جګړه دې ونه کړي -ای پېغمبره- ستا سره مشرکین او د نورو دینونو والا ستا په طرېقه د بندګۍ کې، نو بېشکه ته ډیر حقدار یې په حق باندې د دوی نه؛ ځکه چې دوی باطل پرست دي، او ته راوبله خلک د توحید خالص کولو ته یوازې الله تعالی لره، بېشکه ته په سمه لاره باندې یې، چې هیڅ کوږوالی پکې نشته. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• من نعم الله على الناس تسخير ما في السماوات وما في الأرض لهم.
په بندګانو باندې د الله تعالی د نعمتونو څخه دا دي چې هغوی لره تابع کرځوي هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي. info

• إثبات صفتي الرأفة والرحمة لله تعالى.
الله تعالی لره د نرمۍ کولو او مهربانۍ کولو صفتونو ثبوت. info

• إحاطة علم الله بما في السماوات والأرض وما بينهما.
د الله تعالی د علم راګېرول هغه څه لره چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي. info

• التقليد الأعمى هو سبب تمسك المشركين بشركهم بالله.
د مشرکېنو الله تعالی سره د شرک کولو سبب ړوند تقلید وو. info