Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
68 : 21

قَالُوْا حَرِّقُوْهُ وَانْصُرُوْۤا اٰلِهَتَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟

نو هر کله چې دوی د ابراهیم - علیه السلام- سره په دلېل د مقابلې کولو نه عاجز شول نو خپل قدرت او طاقت ته یې مخه کړه، نو ویې وېل: وسوځوئ ابراهیم لره په اور باندې؛ د وجې د مرستې او مدد کولو ستاسو د بوتانو هغه چې ده مات کړي که چېرته تاسې ده لره مخ نیوونکی، سزا ورکوونکي یاست. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• جواز استخدام الحيلة لإظهار الحق وإبطال الباطل.
د حق د ښکاره کولو او د باطل د ختمولو لپاره د حیلې استعمالول جاېز دي. info

• تعلّق أهل الباطل بحجج يحسبونها لهم، وهي عليهم.
د باطل پرستو تعلق د داسې دلېلونو سره وي چې هغوی ګومان کوي چې دا د دوی لپاره دي، پداسې حال کې چې هغه په دوی باندې دلېل وي. info

• التعنيف في القول وسيلة من وسائل التغيير للمنكر إن لم يترتّب عليه ضرر أكبر.
سخته خبره کول هم د منکر د بدلولو یوه وسېله ده خو په هغه صورت کې چې په دې باندې د دې منکر نه لوی ضرر نه جوړېږي. info

• اللجوء لاستخدام القوة برهان على العجز عن المواجهة بالحجة.
د طاقت استعمالولو ته تلل دا پخپله دلېل دی په دې خبره چې دا کس په دلېل سره د مقابلې کولو نه عاجز دی. info

• نَصْر الله لعباده المؤمنين، وإنقاذه لهم من المحن من حيث لا يحتسبون.
د الله تعالی مرسته د خپلو مومنانو بندګانو سره، او د هغوی بچ کول د تکلېفونو او مصېبتونو څخه په داسې طرېقه چې دوی یې ګومان نه کوي. info