Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
66 : 21

قَالَ اَفَتَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُكُمْ شَیْـًٔا وَّلَا یَضُرُّكُمْ ۟ؕ

ابراهیم علیه السلام -هغوی ته ووېل په داسې حال کې چې انکار کوونکی وو په هغوی باندې: ایا تاسې بندګي کوئ پرته له الله تعالی نه د هغو بوتانو چې تاسې ته هیڅ ګټه او تاوان نشي دررسولی، نو دوی عاجز دي د ضرر بچ کولو د خپل ځانونو نه، او د ګټې رسولو خپلو ځانونو ته. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• جواز استخدام الحيلة لإظهار الحق وإبطال الباطل.
د حق د ښکاره کولو او د باطل د ختمولو لپاره د حیلې استعمالول جاېز دي. info

• تعلّق أهل الباطل بحجج يحسبونها لهم، وهي عليهم.
د باطل پرستو تعلق د داسې دلېلونو سره وي چې هغوی ګومان کوي چې دا د دوی لپاره دي، پداسې حال کې چې هغه په دوی باندې دلېل وي. info

• التعنيف في القول وسيلة من وسائل التغيير للمنكر إن لم يترتّب عليه ضرر أكبر.
سخته خبره کول هم د منکر د بدلولو یوه وسېله ده خو په هغه صورت کې چې په دې باندې د دې منکر نه لوی ضرر نه جوړېږي. info

• اللجوء لاستخدام القوة برهان على العجز عن المواجهة بالحجة.
د طاقت استعمالولو ته تلل دا پخپله دلېل دی په دې خبره چې دا کس په دلېل سره د مقابلې کولو نه عاجز دی. info

• نَصْر الله لعباده المؤمنين، وإنقاذه لهم من المحن من حيث لا يحتسبون.
د الله تعالی مرسته د خپلو مومنانو بندګانو سره، او د هغوی بچ کول د تکلېفونو او مصېبتونو څخه په داسې طرېقه چې دوی یې ګومان نه کوي. info