Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
40 : 21

بَلْ تَاْتِیْهِمْ بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟

نه به راځي دوی ته دا اور چې دوی ته پرې عذاب ورکولی شي په داسې حال کې چې دوی ته به پته وي، بلکه ناببره به ورته راځي، نو دوی به یې د ځانه د اړولو توان او طاقت نه لري، او نه به دوی وروسته کېدلی شي تر دی چې توبه وباسي نو دوی ته به مهرباني او رحمت ورسېږي. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• بيان كفر من يستهزئ بالرسول، سواء بالقول أو الفعل أو الإشارة.
د هغه چا د کفر بیان چې په پېغمبر باندې مسخرې کوي، برابره خبره ده که په وينا سره وي او یا عملي وي او يا په اشارې سره وي. info

• من طبع الإنسان الاستعجال، والأناة خلق فاضل.
د انسان په طبېعت کې تلوار دی، او حوصله کول ډیر غوره اخلاق دي. info

• لا يحفظ من عذاب الله إلا الله.
د الله تعالی د عذابه هیڅوک څوک نشي بچ کولی مګر الله تعالی یې بچ کولی شي. info

• مآل الباطل الزوال، ومآل الحق البقاء.
د باطل اخري انجام زوال دی، او د حق انجام پاتې کېدل دي. info