Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
29 : 16

فَادْخُلُوْۤا اَبْوَابَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— فَلَبِئْسَ مَثْوَی الْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟

او دوی ته به وویل شي: ننوځئ ستاسو د عملونو مطابق دروازو د جهنم ته تل به پدې کې اوسیږئ همیشه، نو خامخا ډیر بد دی ځای د اوسیدلو د هغه چا لپاره چې لويي کوي د ایمان راوړلو نه په الله تعالی باندې او د هغه یواځي بندګۍ کولو نه. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• فضيلة أهل العلم، وأنهم الناطقون بالحق في الدنيا ويوم يقوم الأشهاد، وأن لقولهم اعتبارًا عند الله وعند خلقه.
د اهل علم (علماوو) فضیلت، او یقینا دوی ګویا دي په حق باندې په دنیا کې او په هغه ورځ چې ګواهي کوونکي به راپاڅیږي (د قیامت ورځ)، او د دوی وینا د الله تعالی په نزد هم مقبوله ده او د هغه د مخلوقاتو په نزد هم مقبوله ده. info

• من أدب الملائكة مع الله أنهم أسندوا العلم إلى الله دون أن يقولوا: إنا نعلم ما كنتم تعملون، وإشعارًا بأنهم ما علموا ذلك إلا بتعليم من الله تعالى.
د ملاېکو د الله تعالی سره د ادب څخه دا دی چې دوی د علم نسبت الله تعالی ته وکړ پرته لدې چې ووايې: چې یقینا مونږ پوهیږو په هغه څه چې تاسې کول، او په دې کې خبر ورکول دي چې یقینا دوی په دې نه پوهیدل مګر د الله تعالی له طرفه دوی ته دا ښودل شوي وو. info

• من كرم الله وجوده أنه يعطي أهل الجنة كل ما تمنوه عليه، حتى إنه يُذَكِّرهم أشياء من النعيم لم تخطر على قلوبهم.
د الله تعالی د کرم او سخا څخه دادي چې هغه جنتیانو ته هر هغه څه ورکوي چې هغوی يې تمنا او ارزو وکړي، تر دې چې داسې نعمتونه ورته یادوي چې د دوی په زړونو بیخې راغلي هم نه وي. info

• العمل هو السبب والأصل في دخول الجنة والنجاة من النار، وذلك يحصل برحمة الله ومنَّته على المؤمنين لا بحولهم وقوتهم.
عمل او نیکې سبب او اصل دی د جنت په ننوتلو او د اور څخه په خلاصۍ کې، او دا حاصلیږي د الله تعالی په رحمت او احسان سره په مومنانو باندې نه د هغوي په قدرت او طاقت سره. info