Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

Page Number:close

external-link copy
111 : 16

یَوْمَ تَاْتِیْ كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَنْ نَّفْسِهَا وَتُوَفّٰی كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

او یاده کړه -ای پیغمبره- هغه ورځ چې را به شي هر یو انسان د خپل ځان باره کې به جګړه کوي، نه د بل چا لپاره د حالاتو د سختوالي او غټوالي د وجې نه، او پوره پوره به ورکړی شي هر یو نفس ته بدله د هغه کار چې دې کړي وي د خیر او شر نه، او په دوی به ظلم نشي کیدلی په کموالی د نیکیو د دوی نه، او نه په زیاتوالي د بدیو په دوی باندې. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 16

وَضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا قَرْیَةً كَانَتْ اٰمِنَةً مُّطْمَىِٕنَّةً یَّاْتِیْهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِاَنْعُمِ اللّٰهِ فَاَذَاقَهَا اللّٰهُ لِبَاسَ الْجُوْعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ ۟

او بیان کړی الله تعالی مثال د یو کلي والاو -چې هغه مکه وه- چې هغوی په امن کې وو نه ویریدل، په اطمینان کې وو حال دا چې د هغوی نه ګیرچاپیره به خلک تختول کیدل، راته به دې کلي ته رزق په ارامه او اسانۍ سره د هر ځای نه، نو دوی ناشکري وکړه د الله تعالی په نعمتونو او شکر یې ادا نه کړ، نو الله تعالی دوی ته د دې په بدل کې ولږه او سخته ویره ورکړه چې د دوی په بدنونو ویره او خواروالی او بېکاري ښکاره شوه، تر دې چې دا ولږه او ویره د دوی د تن جامې شوې په سبب د هغه کفر او دروغ ګڼلو چې دوی همیشه کول. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 16

وَلَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَهُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟

او یقینا راغلی وو د مکې والاو ته پیغمبر د دوی نه چې دوی پیژانده په امانت او ریښتنولۍ، او هغه محمد صلی الله علیه وسلم وو، نو دوی هغه دروغجن وګاڼه په هغې وحي کې چې دې باندې خپل رب نازله کړې وه، نو په دوی باندې د الله تعالی تعالی عذاب راغي په ولږې او ویرې سره، او دوی ظلم کوونکي وو په خپلو ځانونو باندې په وروستلو د هغوی سره ځایونو د هلاکت ته کله چې دوی په الله تعالی باندې شرک وکړ، او د الله تعالی پیغمبر ته يې د دروغو نسبت وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 16

فَكُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ حَلٰلًا طَیِّبًا ۪— وَّاشْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ ۟

نو خورئ تاسې -ای بندګانو- د هغې روزۍ نه چې الله پاک تاسې ته درکړې هر هغه شي چې حلال وي او د هغه خوړل د پاکو شیانو د جنس څخه وي، او د الله تعالی شکر ادا کړئ په هغو نعمتونو چې په تاسې یې کړي داسې چې اقرار په دې نعمتونو خاص الله تعالی ته وکړئ او د هغه په خوشحالۍ کې یې ولګوئ، که چیرته تاسې یواځې د هغه بندګي کوئ او د هغه سره څوک نه شریکوئ. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 16

اِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِیْرِ وَمَاۤ اُهِلَّ لِغَیْرِ اللّٰهِ بِهٖ ۚ— فَمَنِ اضْطُرَّ غَیْرَ بَاغٍ وَّلَا عَادٍ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

الله تعالی حرام کړي په تاسې باندې د خوراکي شیانو څخه هغه چې مړ شوی وي پغیر د ذبحه کولو نه کوم حیوانات چې ذبحه کیږي، او وینه بهیدونکې، او د خنزیر ټول غړي، او هغه چې یو کس ذبحه کړی وی غیر الله ته د نزدیکت لپاره، او دا حراموالی په تحقیق سره د اختیار په حالت کې دی، نو که چالره مجبور کړ ضرورت خوراک د دې شیانو ته، نو خوراک ئې ترې وکړ داسې چې دې حرامو ته رغبت کوونکی نه و د دې د حرمت د وجې نه، او نه تیرېدونکی و د ضرورت د اندازې نه؛ نو پدې باندې څه ګناه نشته، یقینا الله تعالی بخښنه کوونکی دی، بخې دې ته هغه حرام چې دې خوړلي وي، مهربانه دی په دې باندې کله چې ئې دې لره د ضرورت په وخت کې دا شیان حلال کړي. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 16

وَلَا تَقُوْلُوْا لِمَا تَصِفُ اَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هٰذَا حَلٰلٌ وَّهٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوْا عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ لَا یُفْلِحُوْنَ ۟ؕ

او تاسې مه وایئ -ای مشرکینو- د هغې وجې نه چې بیانوي یې ژبې ستاسې د دروغو نه په الله تعالی باندې: چې دا شی حلال دی، او دا شي حرام دی؛ په دې هدف چې تاسې جوړوئ په الله تعالی باندې دروغ په حراموالي د هغه څه چې هغه نه وي حرام کړي، او یا په حلالوالي د هغه څه چې هغه نه وي حلال کړي، یقینا هغه کسان چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ هیڅکله نشي کامیابیدلی په خپل مقصد باندې، او نشي بچ کیدلی د هغه څه نه چې دوی ترې ویریږي. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 16

مَتَاعٌ قَلِیْلٌ ۪— وَّلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

دوی لره لږه شان معمولي فایده ده په سبب د تابعدارئ د دوی خواهشاتو لره په دنیا کې، او دوی لره د قیامت په ورځ دردناک عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 16

وَعَلَی الَّذِیْنَ هَادُوْا حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَیْكَ مِنْ قَبْلُ ۚ— وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

او په ځانګړې توګه په یهودیانو باندې مونږ حرام کړي هغه څه چې مونږ بیان کړي په تا باندې (لکه د سورت انعام په ۱۴۶ نمبر ایت کې)، او مونږ په دوی باندې په دې حراموالي سره ظلم نه دی کړی، بلکې دوی وو چې ظلم یې کاوه په خپلو ځانونو کله چې دوی د سزا او د عذاب کارونه کول، نو مونږ دوی لره د دوی د سرکشۍ په وجه بدله ورکړه، نو د سزا په ډول مو په دوی باندې دا شیان حرام کړل. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• الجزاء من جنس العمل؛ فإن أهل القرية لما بطروا النعمة بُدِّلوا بنقيضها، وهو مَحْقُها وسَلْبُها ووقعوا في شدة الجوع بعد الشبع، وفي الخوف والهلع بعد الأمن والاطمئنان، وفي قلة موارد العيش بعد الكفاية.
بدله د هر کار د هغه موافق ده (خپل عمل د لارې مل دی)؛ نو ځکه هر کله چې د کلي والا په نعمتونو ناشکري وکړه د هغه په بدل کې ورله د نعمتونو ضد ورکړل شو، او (دغه ضد) ختمول او اخیستل د هغو نعمتونو وو، او په دوی باندې ولږه راغله وروسته د موړوالي نه، او په ویره او ګډوډۍ کې شول وروسته د امن او ارامتیا نه، او د زندګۍ سرچینې پرې کمې شوې وروسته د پوره والي نه. info

• وجوب الإيمان بالله وبالرسل، وعبادة الله وحده، وشكره على نعمه وآلائه الكثيرة، وأن العذاب الإلهي لاحقٌ بكل من كفر بالله وعصاه، وجحد نعمة الله عليه.
په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو ایمان لرل، او یواځې د الله تعالی بندګي کول، او د هغه شکر ایستل د هغه په ډیرو نعمتونو باندې واجب دي، او یقینا د الله تعالی عذاب په هغه چا پسې پیوسته کیدونکی دی چې په الله تعالی باندې کفر کوي او د هغه نافرماني کوي، او په هغه باندې د الله تعالی د نعمتونو ناشکري کوي. info

• الله تعالى لم يحرم علينا إلا الخبائث تفضلًا منه، وصيانة عن كل مُسْتَقْذَر.
الله تعالی په مونږ باندې نه دي حرام کړي مګر هغه څه چې ګنده او خبیث وي د خپلې مهربانۍ د وجې نه،او د دې لپاره چې له هر یو ګنده او پلیت شي نه وژغورل شو. info