Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
70 : 12

فَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَایَةَ فِیْ رَحْلِ اَخِیْهِ ثُمَّ اَذَّنَ مُؤَذِّنٌ اَیَّتُهَا الْعِیْرُ اِنَّكُمْ لَسٰرِقُوْنَ ۟

کله چې يوسف خپلو خادمانو ته د خپلو وروڼو پر اوښانو د خوراکي توکو بارولو امر وکړ، د پاچا هغه پېمانه چې غله وړونکو ته به يې غله پرې پېمانه کوله د خپل سکه ورور په بوجۍ کې له هغوی پټه کېښوده، له ځان سره د هغه د پاتې کولو لپاره، کله چې هغوی خپلو کورنيوته روان شول، يو آواز کوونکي په هغوی پسې چېغه کړه، ای په غله د بار اوښانو څښتنانو، بېشکه تاسو غله ياست. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• جواز الحيلة التي يُتَوصَّل بها لإحقاق الحق، بشرط عدم الإضرار بالغير.
د داسې چل رواوالی چې د حق ثابتولو ته پرې ورسيږي بل ته د زيان نه رسولو په شرط. info

• يجوز لصاحب الضالة أو الحاجة الضائعة رصد جُعْل «مكافأة» مع تعيين قدره وصفته لمن عاونه على ردها.
د ورک شوي يا ضايع شوي شي د څښتن لخوا د هغه چا لپاره انعام ټاکل روا دي چې د هغه په بېرته ورکړه کې مرسته وکړي، سره لدې چې اندازه او صفت يې معلوم کړي. info

• التغافل عن الأذى والإسرار به في النفس من محاسن الأخلاق.
له کړاو بې پروايي او په زړه کې يې پټول د ښو اخلاقو له ډلې څخه دي. info