Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
29 : 11

وَیٰقَوْمِ لَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مَالًا ؕ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ وَمَاۤ اَنَا بِطَارِدِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ؕ— اِنَّهُمْ مُّلٰقُوْا رَبِّهِمْ وَلٰكِنِّیْۤ اَرٰىكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُوْنَ ۟

ای زما قومه! زه له تاسو څخه د رسالت په رسوونه مال نه غواړم، زما بدله يوازې پر الله ده، زه له خپل مجلس څخه د هغو بېوزلو مؤمنانو لرې کوونکی نه يم چې تاسو يې شړل غوښتي دي، د قيامت په ورځ هغوی له خپل پالونکي سره مخامخ کېدونکي دي، هغه يې د ايمان بدله ورکوونکی دی، خو زه وينم تاسو يو داسې قوم ياست چې د دغې بلنې پرحقيقت نه پوهېږئ کله چې د کمزورو مؤمنانو شړل غواړئ. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• عفة الداعية إلى الله وأنه يرجو منه الثواب وحده.
د الله په وړاندې د بلونکي پاکوالی او دا چې يوازې له الله څخه د بدلې هيله ولري. info

• حرمة طرد فقراء المؤمنين، ووجوب إكرامهم واحترامهم.
د بېوزلو مؤمنانو د رټلو نارواوالی، د هغوی د عزت او درناوي لازموالی. info

• استئثار الله تعالى وحده بعلم الغيب.
پر پټ علم(غیبو) يوازې الله تعالی ځانګړی کول. info

• مشروعية جدال الكفار ومناظرتهم.
له کافرانو سره د شخړې او مناظرې رواوالی. info