Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
107 : 11

خٰلِدِیْنَ فِیْهَا مَا دَامَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ اِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِّمَا یُرِیْدُ ۟

تل به پکښې اوسيږي، نه به ترې اېستل کيږي تر څو چې آسمانونه او ځمکه وي، خو دا چې الله له موحدو ګناهکارانو څخه د چا اېستل وغواړي، بېشکه ستا پالونکی ای رسوله! د هغه څه ښه ترسره کوونکی دی چې ويې غواړي، هغه پاک ذات لره کوم بد ګڼونکی نشته. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• التحذير من اتّباع رؤساء الشر والفساد، وبيان شؤم اتباعهم في الدارين.
د شر او فساد د سردارانو له پيروۍ وېرول، په دنيا او آخرت کې د هغوی د پيروۍ د بدوالي بيان. info

• تنزه الله تعالى عن الظلم في إهلاك أهل الشرك والمعاصي.
د شرک او ګناهونو د څښتنانو په تباهۍ کې د الله له ظلم څخه پاکوالی. info

• لا تنفع آلهة المشركين عابديها يوم القيامة، ولا تدفع عنهم العذاب.
د مشرکانو معبودان به د قيامت په ورځ خپلو عبادت کوونکو ته ګټه ونه رسوي او نه به له هغوی د سزا مخه ونيسي. info

• انقسام الناس يوم القيامة إلى: سعيد خالد في الجنان، وشقي خالد في النيران.
د قيامت په ورځ د خلکو وېش: نېکمرغه ته چې تل به جنتونو کې وي او بدمرغه ته چې تل به په اورونو کې وي. info