Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung - Abu Zakaria.

Nummer der Seite:close

external-link copy
231 : 2

وَاِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَبَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَاَمْسِكُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ سَرِّحُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ ۪— وَلَا تُمْسِكُوْهُنَّ ضِرَارًا لِّتَعْتَدُوْا ۚ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهٗ ؕ— وَلَا تَتَّخِذُوْۤا اٰیٰتِ اللّٰهِ هُزُوًا ؗ— وَّاذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ وَمَاۤ اَنْزَلَ عَلَیْكُمْ مِّنَ الْكِتٰبِ وَالْحِكْمَةِ یَعِظُكُمْ بِهٖ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠

2-231 او كله چې تاسو ښځې طلاقې كړئ، بیا هغوى خپلې (د عدت اخري) مودې ته نژدې شي، نو دوى په ښې طریقې سره ایسارې كړئ (په رجوع كولو سره)، یا هغوى په ښې طریقې سره رخصت كړئ، او د ضرر رسولو لپاره هغوى مه ایساروئ چې زیاتى وكړئ، او چا چې دغه (كارونه) وكړل، نو یقینًا هغه پر ځان ظلم وكړ او د الله ایتونه مسخره مه جوړوئ او پر تاسو باندې (شوي) د الله نعمتونه یاد كړئ او هغه چې الله پر تاسو باندې نازل كړى دى چې كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) دى، هغه تاسو ته په دې سره وعظ كوي، او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه پوه دى info
التفاسير:

external-link copy
232 : 2

وَاِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَبَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوْهُنَّ اَنْ یَّنْكِحْنَ اَزْوَاجَهُنَّ اِذَا تَرَاضَوْا بَیْنَهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— ذٰلِكَ یُوْعَظُ بِهٖ مَنْ كَانَ مِنْكُمْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— ذٰلِكُمْ اَزْكٰی لَكُمْ وَاَطْهَرُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

2-232 او كله چې تاسو ښځو ته (رجعي) طلاق وركړئ، بیا هغوى خپلې نېټې ته ورسېږي (او عدت يې پوره شي) نو تاسو دوى مه منع كوئ (له دې نه) چې دوى له خپلو پخوانيو خاوندانو سره (دوباره) نكاح وكړي، كله چې دوى په خپل مينځ كې د دستور مطابق راضي شي، دا (حكم چې دى)، په ده سره هغه چا ته وعظ كولى شي چې په تاسو كې پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لري، دا تاسو لپاره ډېر غوره او ډېر پاكیزه دى، او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ info
التفاسير:

external-link copy
233 : 2

وَالْوَالِدٰتُ یُرْضِعْنَ اَوْلَادَهُنَّ حَوْلَیْنِ كَامِلَیْنِ لِمَنْ اَرَادَ اَنْ یُّتِمَّ الرَّضَاعَةَ ؕ— وَعَلَی الْمَوْلُوْدِ لَهٗ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ اِلَّا وُسْعَهَا ۚ— لَا تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُوْدٌ لَّهٗ بِوَلَدِهٖ ۗ— وَعَلَی الْوَارِثِ مِثْلُ ذٰلِكَ ۚ— فَاِنْ اَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَا ؕ— وَاِنْ اَرَدْتُّمْ اَنْ تَسْتَرْضِعُوْۤا اَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اِذَا سَلَّمْتُمْ مَّاۤ اٰتَیْتُمْ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟

2-233 او میندې دې خپل اولاد ته پوره دوه كاله تى وركوي، (دا حكم) د هغه چا لپاره دى چې د تي وركولو موده پوره كول غواړي او د چا لپاره چې بچى دى په هغه باندې د دغو (ښځو) نفقه ده او د دوى جامه ده په ښې طریقې سره، هیڅوك هم مكلف كولى نشي مګر د هغه له وَس سره سم، ضرر دې ونه رسول شي مور ته د هغې د بچي په وجه، او نه د بچي پلار ته د هغه د بچي په وجه او په وارث باندې د دې په مثل لازم دي، پس كه دواړه د خپلمينځي رضامندۍ او مشورې سره له تي نه د پرېكولو اراده وكړي، نو په دې دواړه باندې هېڅ ګناه نشته او كه تاسو خپل اولاد ته مُرضِعه (دايي) نیول غواړئ بیا (هم) پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته، كله چې هغه (مال) سپارئ چې تاسو يې وركول غواړئ، په ښې طریقې سره، او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله هغه څه لره ښه لېدونكى دى چې تاسو يې كوئ info
التفاسير: