Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung - Abu Zakaria.

Nummer der Seite:close

external-link copy
43 : 16

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ فَسْـَٔلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

16-43 او مونږ له تا نه مخكې نه دي لېږلي مګر سړي (پېغمبران) چې مونږ هغوى ته وحي كوله، نو تاسو له اهلِ علمو نه تپوس وكړئ كه چېرې یئ تاسو چې نه پوهېږئ info
التفاسير:

external-link copy
44 : 16

بِالْبَیِّنٰتِ وَالزُّبُرِ ؕ— وَاَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الذِّكْرَ لِتُبَیِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ اِلَیْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟

16-44 په څرګندو معجزو او كتابونو سره او مونږ تا ته ذكر (وحي) نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلقو ته هغه څه ښه واضحه كړې چې دوى ته نازل كړى شوي دي او د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي info
التفاسير:

external-link copy
45 : 16

اَفَاَمِنَ الَّذِیْنَ مَكَرُوا السَّیِّاٰتِ اَنْ یَّخْسِفَ اللّٰهُ بِهِمُ الْاَرْضَ اَوْ یَاْتِیَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ

16-45 ایا نو هغه كسان چې ناكاره مكرونه يې كړي دي؛ له دې نه په امن كې شوي دي چې الله دوى په ځمكه كې ډوب كړي یا دوى ته عذاب له داسې ځایه راشي چې دوى (پرې) نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
46 : 16

اَوْ یَاْخُذَهُمْ فِیْ تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟ۙ

16-46 یا دوى ونیسي د خپلو ګرځېدو په وخت كې، نو دوى هیڅكله هم (الله لره) عاجزه كوونكي نه دي info
التفاسير:

external-link copy
47 : 16

اَوْ یَاْخُذَهُمْ عَلٰی تَخَوُّفٍ ؕ— فَاِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟

16-47 یا دوى په وېره ونیسي، پس یقینًا ستاسو رب خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى info
التفاسير:

external-link copy
48 : 16

اَوَلَمْ یَرَوْا اِلٰی مَا خَلَقَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ یَّتَفَیَّؤُا ظِلٰلُهٗ عَنِ الْیَمِیْنِ وَالشَّمَآىِٕلِ سُجَّدًا لِّلّٰهِ وَهُمْ دٰخِرُوْنَ ۟

16-48 ایا دوى د الله پیدا كړي كوم شي ته نه دي كتلي چې د هغه سیوري له ښي اړخ او چپو اړخونو نه ګرځي، چې الله ته سجده كوونكي دي، په داسې حال كې چې دوى عاجزي كوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
49 : 16

وَلِلّٰهِ یَسْجُدُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ مِنْ دَآبَّةٍ وَّالْمَلٰٓىِٕكَةُ وَهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟

16-49 او خاص د الله لپاره سجده كوي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي له خوځنده څیزونو څخه او ملايك هم، په داسې حال كې چې دوى تكبر نه كوي info
التفاسير:

external-link copy
50 : 16

یَخَافُوْنَ رَبَّهُمْ مِّنْ فَوْقِهِمْ وَیَفْعَلُوْنَ مَا یُؤْمَرُوْنَ ۟

16-50 دوى له خپل رب څخه وېرېږي چې د دوى له پاسه دى او دوى كوي هغه څه چې دوى ته حكم كاوه شي info
التفاسير:

external-link copy
51 : 16

وَقَالَ اللّٰهُ لَا تَتَّخِذُوْۤا اِلٰهَیْنِ اثْنَیْنِ ۚ— اِنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَاِیَّایَ فَارْهَبُوْنِ ۟

16-51 او الله وویل: تاسو دوه معبودان مه نیسئ، همدا خبره ده چې هغه یو معبود دى، نو تاسو خاص له ما نه ووېرېږئ info
التفاسير:

external-link copy
52 : 16

وَلَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَهُ الدِّیْنُ وَاصِبًا ؕ— اَفَغَیْرَ اللّٰهِ تَتَّقُوْنَ ۟

16-52 او خاص د هغهٔ لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او عبادت خاص هم د دهٔ لپاره دى، همېشه، ایا نو تاسو غير له الله نه (له بل چا نه) وېرېږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
53 : 16

وَمَا بِكُمْ مِّنْ نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللّٰهِ ثُمَّ اِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَاِلَیْهِ تَجْـَٔرُوْنَ ۟ۚ

16-53 او پر تاسو چې هر نعمت شوى دى، نو د الله له طرفه دى، بیا چې كله تاسو ته ضرر درورسېږي، نو (بيا هم) خاص هغه ته زاري كوئ info
التفاسير:

external-link copy
54 : 16

ثُمَّ اِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنْكُمْ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْكُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

16-54 بیا كله چې هغه له تاسو نه تكلیف لرې كړي (، نو) ناڅاپه یوه ډله په تاسو كې له خپل رب سره شریكان جوړوي info
التفاسير: