Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Paschtu-Übersetzung - Sarfaraz

انشقاق

external-link copy
1 : 84

اِذَا السَّمَآءُ انْشَقَّتْ ۟ۙ

کله چې اسمان وچوي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 84

وَاَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ۟ۙ

د خپل رب حکم په بشپړ ډول ومني او ورسره ښايې چې د خپل رب حکم پوره ومني. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 84

وَاِذَا الْاَرْضُ مُدَّتْ ۟ؕ

او کله چې ځمکه په بشپړ ډول هواره شي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 84

وَاَلْقَتْ مَا فِیْهَا وَتَخَلَّتْ ۟ۙ

او څه چې پکې دي بیرونه راوویستلی او ځمکه تشه کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 84

وَاَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ۟ؕ

ځمکه د خپل رب حکم پر ځای کړی او ورسره ښايي چې همدا وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 84

یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ اِنَّكَ كَادِحٌ اِلٰی رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلٰقِیْهِ ۟ۚ

ای انسانه!ته خپل رب ته ترورتګ هلې ځلې کوونکی یې،نو له خپلو هلو ځلو سره به مخامخ کیږې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 84

فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ ۟ۙ

نو چاته چې برخه لیک په ښي لاس ورکړ شو. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 84

فَسَوْفَ یُحَاسَبُ حِسَابًا یَّسِیْرًا ۟ۙ

نو ډیر اسان او سر،سري حساب به ورسره شي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 84

وَّیَنْقَلِبُ اِلٰۤی اَهْلِهٖ مَسْرُوْرًا ۟ؕ

او خپلې کورنۍ ته به په خورا خوښۍ بیرته ورشي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 84

وَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ وَرَآءَ ظَهْرِهٖ ۟ۙ

او چاته چې برخه لیک د شا له لورې ورکړ شي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 84

فَسَوْفَ یَدْعُوْا ثُبُوْرًا ۟ۙ

نو ژر به خپل مرګ[۶]روابلي. info

[۶] ـ د خلاصون بله لار به یې پرته له دې په نظر ورنشي چې مرګ ته غږ کړي چې ما له دې ستونزو څخه خلاص کړه.(کابلی تفسیر)

التفاسير:

external-link copy
12 : 84

وَّیَصْلٰی سَعِیْرًا ۟ؕ

او د لمبو ډک اور ته به ولاړ شي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 84

اِنَّهٗ كَانَ فِیْۤ اَهْلِهٖ مَسْرُوْرًا ۟ؕ

ځکه چې په دنیا کې له خپلو خلکو سره خوښ اوسیدلی وو. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 84

اِنَّهٗ ظَنَّ اَنْ لَّنْ یَّحُوْرَ ۟ۚۛ

او باور یې درلود چې هیڅکله به بیرته نه ژوندی کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 84

بَلٰۤی ۛۚ— اِنَّ رَبَّهٗ كَانَ بِهٖ بَصِیْرًا ۟ؕ

نه:ولې نه:رب ئې هره کړنه لیدله. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 84

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِالشَّفَقِ ۟ۙ

داسې نه ده.لوړه مې په هغه سپين والي چې د ماښام له سوروالي وروسته راځي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 84

وَالَّیْلِ وَمَا وَسَقَ ۟ۙ

لوړه په شپه او د هغې په رانغښتو څیزونو. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 84

وَالْقَمَرِ اِذَا اتَّسَقَ ۟ۙ

او په بشپړ او روښانه سپوږمۍ. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 84

لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَنْ طَبَقٍ ۟ؕ

چې:تاسې به پوړۍ په پوړۍ وړاندې ولاړ شئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 84

فَمَا لَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

په دې خلکو څه شوي دي چې ایمان نه راوړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
21 : 84

وَاِذَا قُرِئَ عَلَیْهِمُ الْقُرْاٰنُ لَا یَسْجُدُوْنَ ۟

او چې قران ورته وړاندې شي غاړه نه ږدي؟او سجده نه کوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 84

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُكَذِّبُوْنَ ۟ؗۖ

بلکې کافران قران درواغ ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 84

وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یُوْعُوْنَ ۟ؗۖ

الله پاک ته یي پټې او ښکاره کړنې معلومې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 84

فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ

نو ځکه د یو دردناک عذاب زیری ورکړه. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 84

اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ اَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُوْنٍ ۟۠

البته چاچې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړي بې مننه او بې احسانه اجر او ثواب يي په برخه دی. info
التفاسير: