Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Paschtu-Übersetzung - Sarfaraz

Nummer der Seite:close

external-link copy
31 : 7

یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ خُذُوْا زِیْنَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَّكُلُوْا وَاشْرَبُوْا وَلَا تُسْرِفُوْا ؕۚ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْنَ ۟۠

ای د ادم اولادې! باید په هر جومات کې په خپله ښکلا سینګار اوسئ، وخورئ او وڅښئ خو اسراف مه کوئ ځکه چې الله پاک اسراف کوونکي نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 7

قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِیْنَةَ اللّٰهِ الَّتِیْۤ اَخْرَجَ لِعِبَادِهٖ وَالطَّیِّبٰتِ مِنَ الرِّزْقِ ؕ— قُلْ هِیَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا خَالِصَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟

ای محمده! ووایه د الله هغه ښکلا چا حرامه کړې ده چې د خپلو بنده ګانو لپاره یې راویستلې ده او چا پاک او خوندور خوراک حرام کړی دی؟ ووایه دا ټول څیزونه په دنیا کې د ایمان راوړونکو لپاره دي. او په اخرت کې خو په ځانګړي توګه همدوی دي. په همدې توګه مونږ د پوهیدونکي قوم لپاره نښې بیانوو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 7

قُلْ اِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّیَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْاِثْمَ وَالْبَغْیَ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَاَنْ تُشْرِكُوْا بِاللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّاَنْ تَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

ای محمده! ووایه زما رب ښکاره او پټ ټول بد کارونه منع کړي دي او هم منع کړې ده چې له الله سره هغه څه شریکان ونیسئ چې الله پاک پرې کوم دلیل نه دی رالیږلی. او هم یې منع کړې ده چې پر الله هغه څه وتړئ چې تاسې پرې نه پوهیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 7

وَلِكُلِّ اُمَّةٍ اَجَلٌ ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ لَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّلَا یَسْتَقْدِمُوْنَ ۟

د هر امت لپاره یوه ټاکلې نیټه ده چې نیټه یې راشي بیا نه یوه ګړئ وروسته کیږي او نه وړاندې . info
التفاسير:

external-link copy
35 : 7

یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَقُصُّوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِیْ ۙ— فَمَنِ اتَّقٰی وَاَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟

ای د ادم اولادې! که تاسې ته ستاسې له مینځ نه استازي راغلل او زما ایتونه یې تاسې ته بیانول. نو هر چا چې له بدو ځان وژغوره او کړنې یې روغې کړې نو هیڅ ډار به پرې نه وي او نه به غمجن کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 7

وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَاسْتَكْبَرُوْا عَنْهَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

او هغو کسانو چې زمونږ ایتونه درواغ ګڼلي او د نه منلو لويې يې کړی ده. نو همدوی د اور څښتنان دي او د تل لپاره به پکې وي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 7

فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِاٰیٰتِهٖ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ یَنَالُهُمْ نَصِیْبُهُمْ مِّنَ الْكِتٰبِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا یَتَوَفَّوْنَهُمْ ۙ— قَالُوْۤا اَیْنَ مَا كُنْتُمْ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— قَالُوْا ضَلُّوْا عَنَّا وَشَهِدُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰفِرِیْنَ ۟

نو د هغه چا نه به لوی ظالم څوک وي چې پر الله درواغ تړي؟ او یا یې ایتونه درواغ ګڼي؟ دا ډول خلک به خپله لیکلې برخه اخلي. تر هغو چې زمونږ استازي ورته د روح اخیستلو لپاره راشي نو ورته وایې به. اوس چیرې دي هغه څیزونه چې تاسې به پرته له الله نه رابلل؟ دوي به وايي له مونږ ورک شول او پر ځانو به شاهدي ووایې چې په رښتیا هم کافران وو. info
التفاسير: