Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Paschtu-Übersetzung - Sarfaraz

Nummer der Seite:close

external-link copy
49 : 34

قُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَمَا یُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا یُعِیْدُ ۟

ووایه چې حق راغی باطل نه له سر جوړښت مومي ـ او نه پخوانی بیرته راګرځیدای شي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 34

قُلْ اِنْ ضَلَلْتُ فَاِنَّمَاۤ اَضِلُّ عَلٰی نَفْسِیْ ۚ— وَاِنِ اهْتَدَیْتُ فَبِمَا یُوْحِیْۤ اِلَیَّ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ سَمِیْعٌ قَرِیْبٌ ۟

ای محمده! ووایه چې که زه بې لارې وم نو تاوان يي زما دی او که په سمه روان یم نو دا هغې وحي برکت دی چې زما رب ېې ما ته کوي. بې له شکه چې هغه ښه اوریدونکی او خورا نژدې دی. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 34

وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ فَزِعُوْا فَلَا فَوْتَ وَاُخِذُوْا مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ

او څه ښه به و چې تا هغه صحنه لیدلي وای چې: هغوی ډار اخیستي او د خلاصون هیڅ ځای نه وي. او لاس په لاس ونیول شي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 34

وَّقَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖ ۚ— وَاَنّٰی لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟ۚ

او وايې به چې مونږ پرې اوس ایمان راوړی دی او له دومره لرې ځای نه به څرنګه ایمان ترلاسه کړای شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
53 : 34

وَقَدْ كَفَرُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ ۚ— وَیَقْذِفُوْنَ بِالْغَیْبِ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟

په داسې حال کې چې له دې نه وړاندې پرې کافر شوي وو او په پټو سترګو به يې له لرې نه ورپورې خبرې ویشتلې. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 34

وَحِیْلَ بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ مَا یَشْتَهُوْنَ كَمَا فُعِلَ بِاَشْیَاعِهِمْ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا فِیْ شَكٍّ مُّرِیْبٍ ۟۠

هلته به د دوی او هیلو ترمینځ يي پرده راشي. کله چې همدا ور کړنه د دوی له پخوانیو سیالانو سره هم شوې ده، په رښتیا چې په حیرانوونک شک کې غورځیدلي وو. info
التفاسير: