Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Paschtu-Übersetzung - Sarfaraz

Nummer der Seite: 328:322 close

external-link copy
82 : 21

وَمِنَ الشَّیٰطِیْنِ مَنْ یَّغُوْصُوْنَ لَهٗ وَیَعْمَلُوْنَ عَمَلًا دُوْنَ ذٰلِكَ ۚ— وَكُنَّا لَهُمْ حٰفِظِیْنَ ۟ۙ

او ځینې پيریان او سرکښه شیطانان مو هم د هغه تابع کړي وو چې غوپې به یې ورته وهلې.او له دې پرته به یې نور هم ډیر کارونه کول.او مونږ د ټولو څارونکي وو. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 21

وَاَیُّوْبَ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الضُّرُّ وَاَنْتَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟ۚۖ

او ایوب هم یاد کړه چې کله هغه خپل رب سره راز او نیاز کاو چې:زما ربه!ماته ناروغتیا پیښه شوې.او ته ارحم الرحمین يې. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 21

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَكَشَفْنَا مَا بِهٖ مِنْ ضُرٍّ وَّاٰتَیْنٰهُ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا وَذِكْرٰی لِلْعٰبِدِیْنَ ۟

مونږ یې دعا قبوله،ور پیښه ناروغتیا مو ترې لرې د هغه کورنۍ مو بیرته جوړه.او په همغه انډول نورې لورینې مو هم پرې وکړې،دا زمونږ لورینې وې چې د ټولو عبادت کوونکو لپاره پند او درس ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 21

وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِدْرِیْسَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— كُلٌّ مِّنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟

او اسماعیل ادریس او د برخې څښتن[۱۰]هم رایاد کړه ټول خورا زغم لرونکی وو. info

[۱۰] ددی سړي په هکله اختلاف دی چې څوک دی؟پيغمبر و او که نه؟خو دا خبره ټول مني چې دلوړو اخلاقو یو نمونه سړی و.(البحر المحیط).

التفاسير:

external-link copy
86 : 21

وَاَدْخَلْنٰهُمْ فِیْ رَحْمَتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

او مونږ هغوی په خپل رحمت کې داخل کړل.ځکه چې هغوی له صالحانو نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 21

وَذَا النُّوْنِ اِذْ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ اَنْ لَّنْ نَّقْدِرَ عَلَیْهِ فَنَادٰی فِی الظُّلُمٰتِ اَنْ لَّاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنْتَ سُبْحٰنَكَ ۖۗ— اِنِّیْ كُنْتُ مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚۖ

او د کب خاوند[۱۱]هم رایاد کړه چې کله هغه قهرجن ولاړ او ګومان یې کړی و چې مونږ به ورسره ټینګ او سخت حساب ونه کړو.نو بیا یي د تیارو[۱۲]په مینځ کې غږ کړ چې:پرته له تانه بل هیڅ معبود نشته.ته پاک او زه له تیري کوونکو نه یم. info

[۱۱] ـ حضرت یونس علیه السلام(فتح القدیر).
[۱۲] ـ د کب په ګیډه کې چې په خپله هم تیاره،د بحر په تل کې چې هلته هم تیاره او د شپې تیراه وي (البحر المحیط).

التفاسير:

external-link copy
88 : 21

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ ۙ— وَنَجَّیْنٰهُ مِنَ الْغَمِّ ؕ— وَكَذٰلِكَ نُـجِی الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

مونږ یې دعا ومنله.او له غم نه مو خلاص کړ. په همدې شان مونږ مؤمنان خلاصوو. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 21

وَزَكَرِیَّاۤ اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ رَبِّ لَا تَذَرْنِیْ فَرْدًا وَّاَنْتَ خَیْرُ الْوٰرِثِیْنَ ۟ۚۖ

او زکریا هم یاد کړه.کله یې چې له خپل رب نه سوال وکړ چې زما ربه!ما یوازې مه پریږده.او ډیر غوره وارث همدا ته یې. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 21

فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ ؗ— وَوَهَبْنَا لَهٗ یَحْیٰی وَاَصْلَحْنَا لَهٗ زَوْجَهٗ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا یُسٰرِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِ وَیَدْعُوْنَنَا رَغَبًا وَّرَهَبًا ؕ— وَكَانُوْا لَنَا خٰشِعِیْنَ ۟

مونږ یې سوال ومانه.او یحیې مو وروباښه،او میرمن مو ورته جوړه او برابره کړه.بي له شکه چې دوی په ښیګڼو کې زغلیدونکي خلک وو چې:په هیلو او ډار سره یې مونږ بللو.او زمونږ په وړاندې غاړه ایښوونکي وو. info
التفاسير: