Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die paschtunische Übersetzung - Ruwwad Zentrum für Übersetzungen.

Nummer der Seite:close

external-link copy
25 : 14

تُؤْتِیْۤ اُكُلَهَا كُلَّ حِیْنٍ بِاِذْنِ رَبِّهَا ؕ— وَیَضْرِبُ اللّٰهُ الْاَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟

چې هر وخت د خپل رب په حكم سره خپلې مېوې راوړي او الله خلكو ته دا مثالونه (ځكه) بيانوي چې ښايي هغوى پند واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 14

وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِیْثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِیْثَةِ ١جْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْاَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ ۟

او د ناولې كلمې مثال د يوې بد ذاتې ونې په شان دى چې د زمكې (له مخ) نه راوېستل شوې او هيڅ کلکوالى يې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 14

یُثَبِّتُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَیُضِلُّ اللّٰهُ الظّٰلِمِیْنَ ۙ۫— وَیَفْعَلُ اللّٰهُ مَا یَشَآءُ ۟۠

الله ايمان راوړونكي هم د دنيا په ژوند كې او هم اّخرت كې په (هماغه) ثابته خبره كلك پاتې كوي او ظالمان (له هغې نه) بې لارې كوي او الله چې څه وغواړي هماغه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 14

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ بَدَّلُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ كُفْرًا وَّاَحَلُّوْا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ ۟ۙ

اّيا هغه خلك دې وليدل چې د الله نعمت يې په ناشكرۍ بدل كړ او خپل قوم يې هم د هلاكت په كور دېره كړ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 14

جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ؕ— وَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟

جهنم چې ورننوځي به او ډېر بد استوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 14

وَجَعَلُوْا لِلّٰهِ اَنْدَادًا لِّیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِهٖ ؕ— قُلْ تَمَتَّعُوْا فَاِنَّ مَصِیْرَكُمْ اِلَی النَّارِ ۟

او الله لره يې څه سيالان وټاكل تر څو د هغه له لارې يې واړوي، ورته ووايه: مزې كوئ، بې شکه ستاسو ورتګ (اّخر) د اور خوا ته دى. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 14

قُلْ لِّعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَیُنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَلَا خِلٰلٌ ۟

زما هغو بندګانو ته ووايه چې ايمان يې راوړی دا چې لمونځ دې ترسره كوي او له هغه څه چې موږ ور په برخه كړي پټ او ښكاره لګښت وكړي، له هغه مخكې چې يوه (داسې) ورځ راشي چې نه پكې خرڅلاو وي او نه كومه دوستي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 14

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَاَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخْرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِیَ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الْاَنْهٰرَ ۟ۚ

الله هماغه ذات دى چې اسمانونه او زمكه يې پيدا كړل او له اسمانه يې اوبه نازلې كړې چې بيا يې په هغو سره ستاسو د روزۍ لپاره هر ډول مېوې راووېستې او ستاسو لپاره يې بېړۍ په كار واچوله چې د هغه په حكم په سمندر كې روانه شي او سيندونه يې (هم) ستاسو لپاره په كار واچول. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 14

وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَآىِٕبَیْنِ ۚ— وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ۟ۚ

او لمر او سپوږمۍ يې درته په كار لګولي چې له قانون سره سم چليږي او (همدارنګه) شپه او ورځ يې په كار درته لګولي. info
التفاسير: