Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans

رحمن

Die Ziele der Surah:
تذكير الجن والإنس بنعم الله الباطنة والظاهرة، وآثار رحمته في الدنيا والآخرة.
پېريانو او انسانانوته د الله ښکاره او پټې پېرزوينې ور په يادول او په دنيا او آخرت کې د هغه د لورېينې اغېزې. info

external-link copy
1 : 55

اَلرَّحْمٰنُ ۟ۙ

هغه مهربان چې د پراخه لورېينې څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 55

عَلَّمَ الْقُرْاٰنَ ۟ؕ

هغه خلکو ته قرآن په آسانه يادولو او د هغه د معناوو په آسانه پوهولو سره ښوولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 55

خَلَقَ الْاِنْسَانَ ۟ۙ

هغه انسان سم پيداکړی، او د هغه صورت يې ښايسته کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 55

عَلَّمَهُ الْبَیَانَ ۟

هغه ته يې ښوولي دي چې څه ډول د خپل زړه خبره په ويلو او ليکلو سره بيان کړي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 55

اَلشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ۟ۙ

او لمر او سپوږمۍ يې اندازه کړي، چې په باوري حساب سره تاوېږي ترڅو خلک د کلونو شمېر او حساب پرې معلوم کړي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 55

وَّالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ یَسْجُدٰنِ ۟

او هغه شينګي چې تنه نه لري او ونې دواړه الله پاک لره سجده کوي، هغه لره غاړه اېښودونکي او سر ټيټوونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 55

وَالسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِیْزَانَ ۟ۙ

او پر ځمکه سربېره يې آسمان د ځمکې لپاره د چت په توګه پورته کړی، او په ځمکه کې يې عدالت ثابت کړی، او خپلو بندګانو ته يې د هغه امر کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 55

اَلَّا تَطْغَوْا فِی الْمِیْزَانِ ۟

ای خلکو! عدالت يې د دې لپاره ثابت کړی ترڅو تاسو تېری او په تول او پېمانه کې خيانت ونه کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 55

وَاَقِیْمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِیْزَانَ ۟

او په خپلو منځونو کې تول سم په عدل سره ترسره کوئ، په تول يا پېمانه کې کمی مه کوئ کله چې نورو ته پېمانه او يا تول کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 55

وَالْاَرْضَ وَضَعَهَا لِلْاَنَامِ ۟ۙ

او ځمکه يې داسې چمتو کړې اېښې ده چې خلک پرې ځای پرځای کېدای شي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 55

فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّالنَّخْلُ ذَاتُ الْاَكْمَامِ ۟ۖ

په هغې کې داسې ونې دي چې مېوې کوي، او داسې د خرما ونې دي چې وښي يې له خرماوو ډک دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 55

وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّیْحَانُ ۟ۚ

او په هغې د وښو والا دانې دي لکه غنم او وربشې، او داسې شينګي دي پکې چې تاسې يې بويوئ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
14 : 55

خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ۟ۙ

هغه آدم عليه السلام له داسې وچې خټې پيداکړ چې شرنګهار يې اورېدل کېدی، لکه پخه کړل شوې خټه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 55

وَخَلَقَ الْجَآنَّ مِنْ مَّارِجٍ مِّنْ نَّارٍ ۟ۚ

او د پېريانو پلار يې د اور د لمبې چې د دود څخه پاکه سوچه وي پيداکړ. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
17 : 55

رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَیْنِ ۟ۚ

هغه په اوړي او ژمي کې د لمر د دواړو ختيځونو او دواړو لوېديځونو پالونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• كتابة الأعمال صغيرها وكبيرها في صحائف الأعمال.
د اعمالو څخه د وړو او لويو ليکل يې د اعمالو په پاڼو کې. info

• ابتداء الرحمن بذكر نعمه بالقرآن دلالة على شرف القرآن وعظم منته على الخلق به.
د مهربان الله له لوري د قرآن په نعمت پيل د قرآن پر شرف او پر خلکو يې د احسان پر لوی والي دلالت کوي. info

• مكانة العدل في الإسلام.
په اسلام کې د عدالت مرتبه. info

• نعم الله تقتضي منا العرفان بها وشكرها، لا التكذيب بها وكفرها.
د الله نعمتونه له موږ څخه د هغو د پېژندګلوۍ اوپر هغو د شکر غوښتنه کوي، نه د هغو د درواغ ګڼلو او له هغو څخه د نټه کولو. info

external-link copy
19 : 55

مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیٰنِ ۟ۙ

الله مالګين او خوږ دريابونه سره ګډ کړي په هغه ځای کې سره يوځای کيږي چې سترګې يې ويني. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 55

بَیْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِ ۟ۚ

د هغو دواړو ترمنځ يو خنډ دی چې هر يو يې له دې څخه را ګرځوي چې پر بل دې تېری وکړي ترڅو خوږ همداسې خوږ پاتې شي او مالګين همداسې مالګين. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
22 : 55

یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ

د دواړو دريابونو له ټولګې څخه لويې او کوچنۍ ملغلرې را وزي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
24 : 55

وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَاٰتُ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ۚ

او يوازې هغه لوړ پاک ذات لره په دريابونو کې د غرونو غوندې روانو کښتيو کې تصرف کول دي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
26 : 55

كُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍ ۟ۚۖ

هرڅه مخلوقات چې د ځمکې پر مخ دي هرومرو تباه کېدونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 55

وَّیَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟ۚ

او ای رسوله! ستا پالونکی پاتې کيږي چې د لويۍ، احسان او پر بندګانو يې د پېرزوينې څښتن دی، نو هغه لره به هيڅکله فنا را نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
29 : 55

یَسْـَٔلُهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شَاْنٍ ۟ۚ

او له هغه ټولې هغه پرېښتې چې په آسمانونو کې دي، او پېريان او انسانان چې په ځمکه کې دي خپلې اړتياوې غواړي، هره ورځ هغه د خپلو بندګانو له مړه کولو، ژوندي کولو، روزي ورکول او يا بل کوم کار کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
31 : 55

سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِ ۟ۚ

ای انسانانو او پېريانو ژر به موږ تاسو سره حساب وکړو؛ نو هر چاته به د هغه څه بدله ورکړو چې له ثواب او سزا يې وړ دی. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
33 : 55

یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ فَانْفُذُوْا ؕ— لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍ ۟ۚ

او الله به د قيامت په ورځ چې کله پېريان او انسانان را غونډ کړي ووايي: اې د پېريانو او انسانانو ډلې! که چېرې د آسمانونو او ځمکې له کونجونو څخه په کوم کونج کې د ځانونو لپاره د وتلو لار پيداکولای شئ؛ نو دا کار وکړئ، خو هيڅکله به تاسې دا کار ونه شئ کړای مګر د يو ځواک او دليل په مرسته، او دا ځواک او دليل به تاسو له کومه کړئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
34 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
35 : 55

یُرْسَلُ عَلَیْكُمَا شُوَاظٌ مِّنْ نَّارٍ ۙ۬— وَّنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرٰنِ ۟ۚ

اې انسانانواو پېريانو! پر تاسو به له داسې اوره لمبې چې له دوده خالي وي، او داسې دود را خوشي کړل شي چې لمبه به پکې نه وي، چې د دې منع کول به ستاسې په توان کې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر ستاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
37 : 55

فَاِذَا انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ۟ۚ

کله چې آسمان د پرېښتو د را کوزدېدو لپاره وچوي؛ نو د رنګ په روڼ والي کې به تېلو غوندې تک سور وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
39 : 55

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُسْـَٔلُ عَنْ ذَنْۢبِهٖۤ اِنْسٌ وَّلَا جَآنٌّ ۟ۚ

نو په دغه لويه ورځ کې به نه انسان او نه پېری يې له ګناهونو پوښتل کيږي، ځکه الله به د هغوی پر کړنو پوه وي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
41 : 55

یُعْرَفُ الْمُجْرِمُوْنَ بِسِیْمٰهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِیْ وَالْاَقْدَامِ ۟ۚ

د قيامت په ورځ به ګناهکاران پر نښو يې پېژندل کيږي چې د مخونو توروالی او سترګو شينوالی دی، نو تندي به يې له پښو سره يوځای کړل کيږي او بيا به دوزخ خواته کشول کيږي. info
التفاسير:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• الجمع بين البحر المالح والعَذْب دون أن يختلطا من مظاهر قدرة الله تعالى.
د مالګين او خوږ درياب ترمنځ داسې يوځای کول چې سره ګډوډ نه شي دا د الله تعالی د ځواک له څرګندو نښانو څخه دي. info

• ثبوت الفناء لجميع الخلائق، وبيان أن البقاء لله وحده حضٌّ للعباد على التعلق بالباقي - سبحانه - دون من سواه.
د ټولو مخلوقاتو لپاره د له منځه تللو ثبوت، او د دې خبرې بيان چې پاتې کېدل يوازې الله لره دي دا بندګان دېته هڅوي چې له پاتې کېدونکي پاک ذات سره اړيکه جوړه کړي نه له هغه پرته له بل چا سره. info

• إثبات صفة الوجه لله على ما يليق به سبحانه دون تشبيه أو تمثيل.
د الله لپاره پرته له تشبيه او تمثيل څخه د داسې مخ ثابتوالی چې له هغه سره ښايي. info

• تنويع عذاب الكافر.
د کافر ډول ډول عذاب info

external-link copy
42 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
43 : 55

هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ یُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟ۘ

او د ګواښ په ډول به هغوی ته ويل کيږي: دا هغه دوزخ دی چې ګناهکارانو به په دنيا کې درواغ ګڼلو اوس يې د سترګو په وړاندې دی چې هيڅ نټه نه شي ترې کولای. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 55

یَطُوْفُوْنَ بَیْنَهَا وَبَیْنَ حَمِیْمٍ اٰنٍ ۟ۚ

د هغه دوزخ او سختو ګرمو اوبو ترمنځ به اخوا دېخوا کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
46 : 55

وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِ ۟ۚ

او د هغه چا لپاره چې په آخرت کې د خپل پالونکي په وړاندې له درېدلو ډاريږي؛ نو ايمان يې راوړی او نېک عمل يې کړی، دوه جنتونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
48 : 55

ذَوَاتَاۤ اَفْنَانٍ ۟ۚ

دغه دواړه بڼونه د لويو شنو څانګو والا دي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
50 : 55

فِیْهِمَا عَیْنٰنِ تَجْرِیٰنِ ۟ۚ

په هغو دواړو بڼونو کې دوې داسې چينې دي چې اوبه پکې بهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
52 : 55

فِیْهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجٰنِ ۟ۚ

په هغو دواړو کې به له هغو مېوو چې خوند ترې اخېستل کيږي دوه دوه ډوله وي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
54 : 55

مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی فُرُشٍ بَطَآىِٕنُهَا مِنْ اِسْتَبْرَقٍ ؕ— وَجَنَا الْجَنَّتَیْنِ دَانٍ ۟ۚ

پر داسې فرشونو به تکيه وهونکي ناست وي چې استر به يې له پنډو وېښمو وي، او کومې مېوې او خوندور شيان چې له دواړو جنتونو ترلاسه کوي، د ولاړ، ناست او تکيه وهونکي لپاره به نېږدې وي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
56 : 55

فِیْهِنَّ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ ۙ— لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ

په هغو کې به داسې مېرمنې وي چې نظرونه به يې يوازې پر خپلو مېړونو ورګرځېدلي وي، د هغوی بکارتونه به له خپلو مېړونو يې مخکې نه انسان او نه پېري ور زايل کړي وي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
58 : 55

كَاَنَّهُنَّ الْیَاقُوْتُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ

ګواکې هغوی په ښايست او پاکوالي کې لال او مرجان دي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
60 : 55

هَلْ جَزَآءُ الْاِحْسَانِ اِلَّا الْاِحْسَانُ ۟ۚ

د هغه چا بدله له دې پرته بل څه چې د خپل پالونکي په پيروي يې ښېګڼه کړې چې الله ښه بدله ورکړي؟! info
التفاسير:

external-link copy
61 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
62 : 55

وَمِنْ دُوْنِهِمَا جَنَّتٰنِ ۟ۚ

او له دغو دوو يادو بڼونو پرته به دوه نور بڼونه هم وي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
64 : 55

مُدْهَآمَّتٰنِ ۟ۚ

پرته له شکه ډېر سخت شینوالی دی د هغوی دواړو. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
66 : 55

فِیْهِمَا عَیْنٰنِ نَضَّاخَتٰنِ ۟ۚ

په دغو دوو باغونو کې دوې داسې چينې دي چې اوبه به يې سختې را خوټيږي، د هغو دواړو د اوبو خوټېدل به هيڅ نه ختميږي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
68 : 55

فِیْهِمَا فَاكِهَةٌ وَّنَخْلٌ وَّرُمَّانٌ ۟ۚ

په دغو دوو باغونو کې زياتې مېوې، لويې د خرما ونې او انار دي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• أهمية الخوف من الله واستحضار رهبة الوقوف بين يديه.
له الله څخه د وېرې اهميت او د هغه په وړاندې د درېدلو د ډار استحضار. info

• مدح نساء الجنة بالعفاف دلالة على فضيلة هذه الصفة في المرأة.
د جنت د مېرمنو په پاک لمنۍ سره ستاينه کول په ښځه کې د دغه صفت په غوره والي دلالت کوي. info

• الجزاء من جنس العمل.
بدله د عمل له جنسه وي. info

external-link copy
70 : 55

فِیْهِنَّ خَیْرٰتٌ حِسَانٌ ۟ۚ

په دغو باغونو کې نېک خويه ښايسته مخونه والا ښځې دي. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
72 : 55

حُوْرٌ مَّقْصُوْرٰتٌ فِی الْخِیَامِ ۟ۚ

په خېمو کې پټې حورې د هغوی د ساتنې په موخه. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
74 : 55

لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ

هغوی ته يې له خپلو مېړونو مخکې نه انسان ور نېږدې شوی او نه پېری. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
76 : 55

مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَّعَبْقَرِیٍّ حِسَانٍ ۟ۚ

پر شنو پوښونو پټو تکيو او ښکلو فرشونو به ډډه وهونکي ناست وي. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
78 : 55

تَبٰرَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِی الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟۠

ستا د پالونکي د نوم خير زيات اولوی دی، د لويۍ، ښېګڼې او پر بندګانو يې د پېرزوينې څښتن دی. info
التفاسير:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• دوام تذكر نعم الله وآياته سبحانه موجب لتعظيم الله وحسن طاعته.
د الله د نعمتونو او د هغه پاک ذات د نښانو د يادونې دوام د الله د درناوي او د هغه د ښې پېروۍ لامل کيږي. info

• انقطاع تكذيب الكفار بمعاينة مشاهد القيامة.
د قيامت په مخامخ ليدو سره د کافرانو د درواغ ګڼلو پای ته رسېدل. info

• تفاوت درجات أهل الجنة بتفاوت أعمالهم.
د جنتيانو د مرتبو توپير به د هغوی د کړنو د توپير پر بنسټ وي. info