Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans

طور

Die Ziele der Surah:
الحجج والبراهين لرد شبهات المكذبين للنبي صلى الله عليه وسلم.
حجتونه او برهانونه د نبي صلی الله عليه وسلم د درواغ ګڼونکو د شبهاتو د رد لپاره دي. info

external-link copy
1 : 52

وَالطُّوْرِ ۟ۙ

الله پر هغه غره لوړه وکړه پر کوم چې موسی عليه السلام خبرې ورسره کړې وې. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 52

وَكِتٰبٍ مَّسْطُوْرٍ ۟ۙ

او پر هغه کتاب يې لوړه وکړه چې ليکل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 52

فِیْ رَقٍّ مَّنْشُوْرٍ ۟ۙ

په غوړول شوې پرانستې داسې پاڼه کې لکه نازل کړل شوي کتابونه. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 52

وَّالْبَیْتِ الْمَعْمُوْرِ ۟ۙ

او پر داسې کور يې لوړه وکړه چې په آسمان کې يې پرېښتې په لمانځلو آباد ساتي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 52

وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوْعِ ۟ۙ

او پر داسې پورته کړل شوي آسمان يې لوړه وکړه چې هغه د ځمکې چت دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 52

وَالْبَحْرِ الْمَسْجُوْرِ ۟ۙ

او له اوبو په ډک سمندر يې لوړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 52

اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌ ۟ۙ

چې ای رسوله! هرومرو ستا د پالونکي عذاب پر کافرانو راتلونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 52

مَّا لَهٗ مِنْ دَافِعٍ ۟ۙ

چې هغه لره هيڅ داسې ايساروونکی نشته چې له هغوی يې ايسار کړي، او پر هغوی له راتلو مخه يې ونيسي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 52

یَّوْمَ تَمُوْرُ السَّمَآءُ مَوْرًا ۟

په کومه ورځ چې آسمان په خوځولو وخوخيږي، او د قيامت د اجازې په موخه په لړزه شي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 52

وَّتَسِیْرُ الْجِبَالُ سَیْرًا ۟ؕ

او غرونه له خپلو ځايونو په روانېدو وچليږي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 52

فَوَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟ۙ

نو په دغه ورځ د هغو خلکو لپاره تباهي او زيان دی چې له کافرانو د الله له لوري د عذاب کړې ژمنه يې درواغ ګڼله. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 52

الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ خَوْضٍ یَّلْعَبُوْنَ ۟ۘ

هغه کسان چې په باطل جوړولو کې ساعت تېری کوي، د بېرته را ژوندي کېدلو او را پورته کېدلو پروا نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 52

یَوْمَ یُدَعُّوْنَ اِلٰی نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا ۟ؕ

په کومه ورځ چې د جهنم اور ته په شدت او سختۍ ورټېل وهلو سره ټېل وهل کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 52

هٰذِهِ النَّارُ الَّتِیْ كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟

او هغوی ته به د ګواښ په ډول وویل شي: دا همغه اور دی چې کله به مو رسولانو ترې وېرولئ، نوتاسو به درواغ ګڼلو. info
التفاسير:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• الكفر ملة واحدة وإن اختلفت وسائله وتنوع أهله ومكانه وزمانه.
کفر يو ملت دی که څه هم لارې بېلې شي، خلک، ځای او زمانه يې بېله بېله وي. info

• شهادة الله لرسوله صلى الله عليه وسلم بتبليغ الرسالة.
د الله د خپل رسول صلی الله عليه وسلم لپاره د هغه د رسالت پر رسونه شاهدي ورکول. info

• الحكمة من خلق الجن والإنس تحقيق عبادة الله بكل مظاهرها.
د پېريانو او انسانانو په پيدايښت کې موخه دا وه چې په هر ډول د الله عبادت ترسره شي. info

• سوف تتغير أحوال الكون يوم القيامة.
ژر ده چې د قيامت په ورځ به د کايناتو حالات بدلون ومومي. info

external-link copy
15 : 52

اَفَسِحْرٌ هٰذَاۤ اَمْ اَنْتُمْ لَا تُبْصِرُوْنَ ۟

نو آيا دغه عذاب چې تاسو يې وينئ کوډې دي؟! او که يې تاسو نه وينئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
16 : 52

اِصْلَوْهَا فَاصْبِرُوْۤا اَوْ لَا تَصْبِرُوْا ۚ— سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ ؕ— اِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

د دغه اور ګرمي او سختي وڅکئ ، نو که د هغه پر سختۍ ګاللو صبر کوئ او يا پرې صبر نه کوئ، ستاسو صبر کول او صبر نه کول برابر دي، نن به يوازې د هغه څه بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو کوم کفر او ګناهونه کول. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 52

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّنَعِیْمٍ ۟ۙ

پرته له شکه هغه کسان چې له خپل پالونکي د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې وېريږي په داسې جنتونو او لویو نعمتونو کې وي چې نه به ختميږي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 52

فٰكِهِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ۚ— وَوَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟

پر هغه څه به خوندونه اخلي چې الله کوم خوندور خواړه، څښاک او نکاح ورکړي دي، او خپل پاک پالونکی به يې د اور له عذابه وساتي، نو د خپلو خوندونو موخې په ترلاسه کولو او ناوړه شيانو څخه په خونديتوب به بریالي شي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 52

كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ

او هغوی ته به وویل شي: هغه څه په مزه مزه خورئ او څښئ چې زړونه مو غواړي، کوم څه چې خورئ او څښئ يې له هغه به د هيڅ ضرر او زيان وېره نه لري، دا ستاسو لپاره په دنيا کې ستاسو د غوره کړنو بدله ده. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 52

مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی سُرُرٍ مَّصْفُوْفَةٍ ۚ— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟

پر ښکلو تکيو به يې څنګونه وهلي وي په داسې حال کې چې ځينې به يې ځينو ته مخامخ وي، او له سپينو غټ سترګو مېرمنو سره به يې ودونه وروکړو. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 52

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِاِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَمَاۤ اَلَتْنٰهُمْ مِّنْ عَمَلِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— كُلُّ امْرِىۢ بِمَا كَسَبَ رَهِیْنٌ ۟

او هغه کسان چې ايمان يې راوړی او په ايمان راوړلو کې يې اولادونو د هغوی پيروي کړې ده، اولادونه به يې ور سره يوځای کړو ترڅو يې سترګې پرې يخې شي، او که يې خپلو کړنو ته ونه رسيږي، موږ به يې د کړنو له بدلې هيڅ هم کم نه کړو، هر انسان به په خپله بده ترسره کړې کړنه يې ګرو وي، او هيڅوک به يې له کړنې څه کم نه شي کړلای. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 52

وَاَمْدَدْنٰهُمْ بِفَاكِهَةٍ وَّلَحْمٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟

او په ډول ډول مېوو به د دغو جنت د خلکو مرسته وکړو، او په هر هغه غوښه به يې مرسته وکړو چې غواړي يې. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 52

یَتَنَازَعُوْنَ فِیْهَا كَاْسًا لَّا لَغْوٌ فِیْهَا وَلَا تَاْثِیْمٌ ۟

په جنت کې به يوبل ته داسې ګیلاسونه ورکوي، چې په څښلو به يې هغه څه نه کيږي کوم څه چې په دنيا کې پرې مرتبيږي، چې د نېشې له امله باطلې خبرې او ګناه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 52

وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَاَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُوْنٌ ۟

او پر هغوی به داسې هلکان را ګرځي چې د هغوی د خدمت لپاه به ګمارل شوي وي، د جسم په صفاوالي او سپينوالي کې به په صدفونو کې د ساتل شويو ملغلرو غوندې وي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 52

وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

او جنتیان به يوبل ته مخ ور اړوي، ځينې به يې له ځينو د دنيا د حال په اړه پوښتنې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 52

قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِیْۤ اَهْلِنَا مُشْفِقِیْنَ ۟

نو هغوی ته به ځواب ورکوي: پرته له شکه موږ په دنيا کې په خپلو کورنيو کې د الله له عذابه ډارېدلو. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 52

فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَوَقٰىنَا عَذَابَ السَّمُوْمِ ۟

نو الله پر موږ اسلام ته په لارښوونه کولو احسان وکړ، او موږ یې له ډېر سخت ګرم عذابه وژغورلو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 52

اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوْهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیْمُ ۟۠

له شک پرته موږ په خپل د دنيوي ژوند کې د هغه عبادت کولو، او را بللو مو ترڅو مو د اور له عذابه وساتي، بېشکه هغه ښېګڼه کوونکی او د خپلو بندګانو لپاره په ژمنه کې رېښتينی دی، پر هغوی مهربان دی، پر موږ د هغه له نېکۍ او لورېينې دا هم ده چې ايمان ته يې زموږ لارښوونه کړې ده او جنت ته يې ننه اېستلو او له اوره يې لېرې کړو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 52

فَذَكِّرْ فَمَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَّلَا مَجْنُوْنٍ ۟ؕ

ای رسوله! په قرآن نصيحت کوه، پر تا چې الله د ايمان او عقل پېرزوينه کړې ته نه فال ګر يې چې له پېريانو روايت وکړې او نه لېونی يې. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 52

اَمْ یَقُوْلُوْنَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهٖ رَیْبَ الْمَنُوْنِ ۟

آيا دغه درواغ ګڼونکي وايي: بېشکه محمد رسول نه دی، بلکې هغه شاعر دی موږ د دې انتظار کوو چې مرګ يې ور واخلي، نو ترې آرامه شو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 52

قُلْ تَرَبَّصُوْا فَاِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُتَرَبِّصِیْنَ ۟ؕ

ای رسوله! هغوی ته ووايه: زما د مړينې انتظار کوئ، او زه د هغه څه انتظار کوم چې پر تاسو زما د درواغ ګڼلو له امله کوم عذاب را نازليږي. info
التفاسير:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• الجمع بين الآباء والأبناء في الجنة في منزلة واحدة وإن قصر عمل بعضهم إكرامًا لهم جميعًا حتى تتم الفرحة.
د پلرونو او اولادونو ترمنځ په جنت کې په يو منزل کې را ټولول که څه هم د ځينو يې عمل کم وي د هغوی ټولو لپاره درناوی دی ترڅو يې خوشحالي بشپړه شي. info

• خمر الآخرة لا يترتب على شربها مكروه.
د آخرت د شرابو پر څښلو ناوړه څه نه مرتبيږي. info

• من خاف من ربه في دنياه أمّنه في آخرته.
څوک چې په دنيا کې له خپل پالونکي ووېريږي په آخرت کې به يې په امن کړي. info

external-link copy
32 : 52

اَمْ تَاْمُرُهُمْ اَحْلَامُهُمْ بِهٰذَاۤ اَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ

بلکې آيا د هغوی په وينا عقلونه يې داسې امر ورته کوي: چې بېشکه هغه فال ګر او لېونی دی؟! نو هغه څه را ټولوي چې په يو تن کې نه شي را ټولېدلای، بلکې هغوی له پولو اوښتونکی قوم دی، نو شريعت او عقل ته نه راګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 52

اَمْ یَقُوْلُوْنَ تَقَوَّلَهٗ ۚ— بَلْ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۚ

آيا هغوی وايي: چې پرته له شکه محمد دغه قران له ځانه جوړ کړی دی، او هغه ته وحي نه ده شوې؟! هغه له ځانه نه دی جوړ کړی، بلکې پر هغو له ايمان راوړلو څخه لويي کوي، نو وايي: چې له ځانه يې جوړ کړی. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 52

فَلْیَاْتُوْا بِحَدِیْثٍ مِّثْلِهٖۤ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟ؕ

نو د هغه(قرآن) غوندې خبره دې راوړي که څه هم له ځانه جوړه کړل شوې وي که چېرې هغوی په خپله دعوی کې رېښتيني وي چې هغه (قران) له ځانه جوړ کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 52

اَمْ خُلِقُوْا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ اَمْ هُمُ الْخٰلِقُوْنَ ۟ؕ

آيا هغوی پرته له کوم داسې پيداکوونکي پيدا کړل شوي دي چې هغوی پيداکوي؟! او که هغوی په خپله د ځانونو پيداکوونکي دي؟! د پیداکړل شوي شتون له پيداکوونکي پرته شونی دی، اونه پيداکوونکی څه پيداکولای شي، نو ولې خپل پيداکوونکی نه لمانځي؟! info
التفاسير:

external-link copy
36 : 52

اَمْ خَلَقُوا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ ۚ— بَلْ لَّا یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ

آيا هغوی آسمانونه پيداکړي او که ځمکه؟! بلکې هغوی باور نه لري چې الله د هغوی پيداکوونکی دی، ځکه که يې دغه باور وکړ يو به يې وګڼي، او پر رسول به يې ايمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 52

اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَبِّكَ اَمْ هُمُ الْمُصَۜیْطِرُوْنَ ۟ؕ

يا له هغوی سره ستا د پالونکي د روزۍ زېرمې دي نو چاته چې وغواړي ورکوي يې، او له نبوت څخه چې چاته وغواړي ورکوي يې او ترې ايساروي يې؟! يا هغوی له خپلې خوښې سره سم واک لرونکي او تصرف کوونکي دي؟! info
التفاسير:

external-link copy
38 : 52

اَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ یَّسْتَمِعُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَلْیَاْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ

يا هغوی لره کومه داسې زينه ده چې آسمان ته پرې خېژي ترڅو پکې د الله وحي ته غوږ نيسي چې هغوی ته د دې وحي کيږي چې هغوی پر حق دي؟! نو له هغوی دې هغه څوک له داسې څرګند دليل سره راولي چې دغې وحي ته يې غوږ نيولی وي چې رېښتيني مو وګڼي په هغه څه کې چې تاسې يې دعوی لرئ چې پر حقه ياست. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 52

اَمْ لَهُ الْبَنٰتُ وَلَكُمُ الْبَنُوْنَ ۟ؕ

آيا هغه پاک ذات لره لوڼې دي چې تاسو يې بدې ګڼئ او تاسو لره زامن دي چې خوښيږي مو؟! info
التفاسير:

external-link copy
40 : 52

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ؕ

ايا ای رسوله! ته له هغوی پر هغه څه کومه بدله غواړې چې د خپل پالونکي له خوا يې ور رسوې؟! نو هغوی له همدې امله د داسې بار پورته کوونکي دي چې د پورته کولو توان يې نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 52

اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟ؕ

يا له هغوی سره د پټو پوهه ده چې خلکو ته هغه څه ليکي چې له پټو يې پرې خبروي، نو پر هغه څه يې خبروي چې ترې غواړي يې؟! info
التفاسير:

external-link copy
42 : 52

اَمْ یُرِیْدُوْنَ كَیْدًا ؕ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا هُمُ الْمَكِیْدُوْنَ ۟ؕ

يا دغه درواغ ګڼونکي پر تا او دين دې کوم چل کول غواړي؟! نو پر الله بروسه وکړه، هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی پر هغوی په خپله چل شوی دی نه پر تا. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 52

اَمْ لَهُمْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

آيا هغوی لره له الله پرته په حقه بل معبود دی؟! الله سپېڅلی او پاک دی له هغه شرک څخه چې هغوی يې نسبت ورته کوي. ټول هغه څه چې تېرشول نه وو او په هيڅ حال يې فکر هم نه کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 52

وَاِنْ یَّرَوْا كِسْفًا مِّنَ السَّمَآءِ سَاقِطًا یَّقُوْلُوْا سَحَابٌ مَّرْكُوْمٌ ۟

او که له آسمانه کومه را لوېدونکې ټوټه وويني وايي به: دغه يوپربل د پاسه ورېځې دي لکه څنګه چې عادتا وي، نو پند نه اخلي او نه ايمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 52

فَذَرْهُمْ حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ فِیْهِ یُصْعَقُوْنَ ۟ۙ

ای رسوله! هغوی په خپل ضد او انکار کې يې پرېږده ترڅو له هغې ورځې سره يې مخامخ شي چې پکې عذابيږي به، او هغه د قيامت ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 52

یَوْمَ لَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ؕ

په کومه ورځ چې چل به يې لږ او ډېره ګټه هم ور ونه شي رسولای او نه به له عذابه په اېستلو د هغوی مرسته کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 52

وَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا عَذَابًا دُوْنَ ذٰلِكَ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او پرته له شکه د هغوکسانو لپاره چې پر ځانونو يې د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی د آخرت له عذابه مخکې په دنيا کې د وژلو او بندي کولو عذاب دی، او په برزخ کې د قبر عذاب دی؛ خو ډېری يې پر دغه نه پوهيږي، نو ځکه يې پر کفر ولاړ دي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 52

وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَاِنَّكَ بِاَعْیُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ

او ای رسوله! د خپل پالونکي پر پرېکړه او شرعي حکم صبر کوه، ځکه ته زموږ د سترګو په وړاندې او ساتنه کې يې، او د خپل پالونکی په ستاينه دې هغه مهال پاکي بيانوه کله چې له خوبه پاڅېږې. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 52

وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاِدْبَارَ النُّجُوْمِ ۟۠

او له شپې د خپل پالونکي پاکي بيانوه، او هغه لره لمونځ کوه، او د سهار لمونځ کوه کله چې ستوري د ورځې د رڼا له امله مخ په ډوبېدو وي. info
التفاسير:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• الطغيان سبب من أسباب الضلال.
سرکښي د لارورکۍ له لاملونو څخه ده. info

• أهمية الجدال العقلي في إثبات حقائق الدين.
د دين د حقيقتونو په اثبات کې د عقلي بحث اهميت. info

• ثبوت عذاب البَرْزَخ.
د برزخ د عذاب ثبوت. info