Übersetzung der Bedeutungen von dem heiligen Quran - Die Paschtu-Übersetzung von Al-Mukhtasar - Eine Kurzfassung der Bedeutungen des edlen Qurans

external-link copy
10 : 40

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللّٰهِ اَكْبَرُ مِنْ مَّقْتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ اِذْ تُدْعَوْنَ اِلَی الْاِیْمَانِ فَتَكْفُرُوْنَ ۟

پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی د قيامت په ورځ چې کله اور ته ننوځي، پرځانونو غوسه او لعنت کوي وايي به: ستاسو لپاره د الله کينه ستاسو د خپلو ځانونو لپاره ستاسو تر کينې لويه ده کله چې تاسو په دنيا کې پر الله ايمان راوړلو ته رابلل کېدلی خو تاسو پرې کفر کولو او له هغه سره مو نور معبودان شريکول. info
التفاسير:
Die Nutzen der Versen in dieser Seite:
• مَحَلُّ قبول التوبة الحياة الدنيا.
د توبې د قبلېدو ځای د دنيا ژوند دی. info

• نفع الموعظة خاص بالمنيبين إلى ربهم.
د نصيحت ګټه تر هغو خلکو پورې ځانګړې ده چې پالونکي ته په توبه کولو سره ورګرځېدونکي دي. info

• استقامة المؤمن لا تؤثر فيها مواقف الكفار الرافضة لدينه.
د مؤمن پر استقامت د هغو کافرانو موقفونه اغېز نه لري چې د هغه د دين ردوونکي دي. info

• خضوع الجبابرة والظلمة من الملوك لله يوم القيامة.
د قيامت په ورځ الله ته د جابرو او ظالمو پاچايانوغاړه اېښودل. info