Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Ebu Zekerija

مزمل

external-link copy
1 : 73

یٰۤاَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ ۟ۙ

73-1 اى په ځان پورې جامه راتاوونكیه! info
التفاسير:

external-link copy
2 : 73

قُمِ الَّیْلَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۙ

73-2 په شپه كې لمانځه ته ودرېږه مګر لږه حصه (نه) info
التفاسير:

external-link copy
3 : 73

نِّصْفَهٗۤ اَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِیْلًا ۟ۙ

73-3 چې هغه د دغې (شپې) نیمه (ده)، یا ته له دغې (نیمې) نه لږ څه كم شه info
التفاسير:

external-link copy
4 : 73

اَوْ زِدْ عَلَیْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْاٰنَ تَرْتِیْلًا ۟ؕ

73-4 یا ته په دغې (نیمې) باندې څه اضافه وكړه او قرآن ښه ښكاره واضح لوله، واضح لوستل info
التفاسير:

external-link copy
5 : 73

اِنَّا سَنُلْقِیْ عَلَیْكَ قَوْلًا ثَقِیْلًا ۟

73-5 بېشكه مونږ به خامخا په تا باندې ډېر دروند قول نازلوو info
التفاسير:

external-link copy
6 : 73

اِنَّ نَاشِئَةَ الَّیْلِ هِیَ اَشَدُّ وَطْاً وَّاَقْوَمُ قِیْلًا ۟ؕ

73-6 بېشكه د شپې پورته كېدل، دغه (پاڅېدل) د (نفس) د پايمال كولو په لحاظ ډېر سخت دي او د (قرآن د) ویلو په لحاظ ډېر سموونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
7 : 73

اِنَّ لَكَ فِی النَّهَارِ سَبْحًا طَوِیْلًا ۟ؕ

73-7 بېشكه تا لره په ورځ كې ډېره اوږده مشغولتیا (مصروفيت) وي info
التفاسير:

external-link copy
8 : 73

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًا ۟ؕ

73-8 او ته د خپل رب نوم یادوه او ده ته (له هر څه نه) جدا شه، پوره جدا كېدل info
التفاسير:

external-link copy
9 : 73

رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِیْلًا ۟

73-9 (دغه الله) د مشرق او مغرب رب دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ته دى (خپل) كار ساز ونیسه info
التفاسير:

external-link copy
10 : 73

وَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِیْلًا ۟

73-10 او ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته دوى پرېږده ډېر ښه پرېښودل info
التفاسير:

external-link copy
11 : 73

وَذَرْنِیْ وَالْمُكَذِّبِیْنَ اُولِی النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِیْلًا ۟

73-11 او پرېږده ما او دروغ ګڼونكي چې د نعمت والا دي او دوى ته لږ مهلت وركړه info
التفاسير:

external-link copy
12 : 73

اِنَّ لَدَیْنَاۤ اَنْكَالًا وَّجَحِیْمًا ۟ۙ

73-12 بېشكه زمونږ سره درانه ځنځیرونه (زولنې) او سوځوونكى اور دى info
التفاسير:

external-link copy
13 : 73

وَّطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَّعَذَابًا اَلِیْمًا ۟۫

73-13 او داسې طعام دى چې په مرۍ كې نښتونكى دى او ډېر دردوونكى عذاب دى info
التفاسير:

external-link copy
14 : 73

یَوْمَ تَرْجُفُ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِیْبًا مَّهِیْلًا ۟

73-14 په هغې ورځ كې چې ځمكه او غرونه به خوځېږي او غرونه به د شګو روانې ډېرۍ شي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 73

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ رَسُوْلًا ۙ۬— شَاهِدًا عَلَیْكُمْ كَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ رَسُوْلًا ۟ؕ

73-15 بېشكه مونږ تاسو ته رسول درلېږلى دى، چې په تاسو (د قیامت په ورځ) شاهد دى، لكه څنګه چې مونږ فرعون ته رسول لېږلى و info
التفاسير:

external-link copy
16 : 73

فَعَصٰی فِرْعَوْنُ الرَّسُوْلَ فَاَخَذْنٰهُ اَخْذًا وَّبِیْلًا ۟

73-16 نو فرعون د دغه رسول نافرماني وكړه، نو مونږ دغه (فرعون) ونیولو په سختو نیولو سره info
التفاسير:

external-link copy
17 : 73

فَكَیْفَ تَتَّقُوْنَ اِنْ كَفَرْتُمْ یَوْمًا یَّجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِیْبَا ۟

73-17 كه تاسو كافر شئ، نو تاسو به ځان له هغې ورځې نه څنګه وساتئ چې (واړه) هلكان به سپین ږیري (بوډاګان) وګرځوي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 73

١لسَّمَآءُ مُنْفَطِرٌ بِهٖ ؕ— كَانَ وَعْدُهٗ مَفْعُوْلًا ۟

73-18 اسمان په دغې (ورځ) كې چاودېدونكى دى، د دغه (الله) وعده كېدونكې ده info
التفاسير:

external-link copy
19 : 73

اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟۠

73-19 بېشكه دا (ایتونه) نصیحت (او پند) دى، نو هغه څوك چې غواړي چې خپل رب ته تلونكې لاره غوره كړي، (نو غوره دې كړي) info
التفاسير:

external-link copy
20 : 73

اِنَّ رَبَّكَ یَعْلَمُ اَنَّكَ تَقُوْمُ اَدْنٰی مِنْ  الَّیْلِ وَنِصْفَهٗ وَثُلُثَهٗ وَطَآىِٕفَةٌ مِّنَ الَّذِیْنَ مَعَكَ ؕ— وَاللّٰهُ یُقَدِّرُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ؕ— عَلِمَ اَنْ لَّنْ تُحْصُوْهُ فَتَابَ عَلَیْكُمْ فَاقْرَءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنَ الْقُرْاٰنِ ؕ— عَلِمَ اَنْ سَیَكُوْنُ مِنْكُمْ مَّرْضٰی ۙ— وَاٰخَرُوْنَ یَضْرِبُوْنَ فِی الْاَرْضِ یَبْتَغُوْنَ مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ ۙ— وَاٰخَرُوْنَ یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۖؗ— فَاقْرَءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنْهُ ۙ— وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاَقْرِضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا ؕ— وَمَا تُقَدِّمُوْا لِاَنْفُسِكُمْ مِّنْ خَیْرٍ تَجِدُوْهُ عِنْدَ اللّٰهِ هُوَ خَیْرًا وَّاَعْظَمَ اَجْرًا ؕ— وَاسْتَغْفِرُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

73-20 بېشكه ستا رب یقینًا په دې پوهېږي چې ته د شپې (په درې برخو كې) له دوو نه لږ كم (لمانحهٔ ته) پاڅېږې او (كله) د دې نیمه برخه او (كله) دریمه برخه (هم) او له هغو كسانو نه یوه ډله هم چې له تا سره دي او الله شپه او ورځ مقدار (او اندازه) كوي، دى په دې پوه دى چې بېشكه حقیقت دا دى چې تاسو به هرګز د دې طاقت ونه لرئ، نو ده پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو له قرآنه هومره لولئ چې اسان وي. دى په دې پوه دى چې یقینًا شان دا دى چې په تاسو كې به مریضان وي او نور به په ځمكه كې سفر كوي، چې د الله فضل به لټوي او نور به د الله په لاره كې جنګ كوي، نو تاسو له دغه (قرآنه) هومره لولئ چې (درته) اسان وي او لمونځ قايموئ او زكاۃت ادا كوئ او الله ته قرض وركوئ، ډېر ښكلى قرض او هر هغه څه چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره له څه خیره مخكې لېږئ (نو) هغه به تاسو له الله سره ومومئ. دغه ډېر غوره او د اجر په لحاظ ډېر لوى دي او تاسو له الله نه بخښنه وغواړئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير: