Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz

Broj stranice:close

external-link copy
13 : 36

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلًا اَصْحٰبَ الْقَرْیَةِ ۘ— اِذْ جَآءَهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟ۚ

او ای پیغمبره! د مثال په توګه ورته د هغه کلي د خلکو کیسه واوروه چې پیغمبران ورته راغلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 36

اِذْ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمُ اثْنَیْنِ فَكَذَّبُوْهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ مُّرْسَلُوْنَ ۟

مونږ دوه تنه ور ولیږل. خو خلکو دواړه درواغجن وګڼل نو مونږ يي په درییم ملاتړ وکړ او ټولو ورته وویل: دا خبره بالکل پخه ده چې مونږ همدا تاسو ته رلیږل شوی یو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 36

قَالُوْا مَاۤ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۙ— وَمَاۤ اَنْزَلَ الرَّحْمٰنُ مِنْ شَیْءٍ ۙ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا تَكْذِبُوْنَ ۟

د کلي خلکو وویل: تاسې زمونږ په شان انسانان يې او مهربان خدای هیڅ شی نه دی نازل کړی تاسې پرته له دې چې درواغ جوړوئ بل هیڅ درسره نشته. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 36

قَالُوْا رَبُّنَا یَعْلَمُ اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ لَمُرْسَلُوْنَ ۟

رسولانو وویل: زمونږ رب ته معلومه ده چې مونږ همدا تاسې ته رالیږلی شوي یو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 36

وَمَا عَلَیْنَاۤ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

او زمونږ دنده یوازې ښکاره رسونه ده او بس. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 36

قَالُوْۤا اِنَّا تَطَیَّرْنَا بِكُمْ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهُوْا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَیَمَسَّنَّكُمْ مِّنَّا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

خلکو وویل: مونږ تاسې سپیره ګڼو. قسم دی که لاس وانه خلئ نو له ډیرو به مو لاندې او زمونږ له لورې به دردناک عذاب در ورسیږي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 36

قَالُوْا طَآىِٕرُكُمْ مَّعَكُمْ ؕ— اَىِٕنْ ذُكِّرْتُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ ۟

استازو وویل: تاسو او ستاسې بدفالي. اوس چې پند درکړای شو( تاسو دا خبره کوي؟ نه) : بلکې روغه خبره همدا ده چې تاسې له پولو اووښتي خلک يې. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 36

وَجَآءَ مِنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ رَجُلٌ یَّسْعٰی ؗ— قَالَ یٰقَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

د ښار له لرې برخې یو سړی په منډه راغی او ویې ویل: ای زما قومه! د رسولانو مننه وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 36

اتَّبِعُوْا مَنْ لَّا یَسْـَٔلُكُمْ اَجْرًا وَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

د هغو خلکو مننه وکړئ چې له تاسې هیڅ امتیاز نه غواړي او په خپله هم په سمه لار روان دي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 36

وَمَا لِیَ لَاۤ اَعْبُدُ الَّذِیْ فَطَرَنِیْ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

او زه به ولې د هغه ذات عبادت نه کوم چې زه يي پیدا کړې یم او تاسې به هم بیرته ورګرځول کیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 36

ءَاَتَّخِذُ مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً اِنْ یُّرِدْنِ الرَّحْمٰنُ بِضُرٍّ لَّا تُغْنِ عَنِّیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا یُنْقِذُوْنِ ۟ۚ

ایا زه پرته له هغه نور خدایان ونیسم؟ که رحمن خدای ما ته کوم زیان رسول وغواړي نو د هغوی سپارښت ما ته هیڅ ګټه نه شي کولی او نه مې خلاصولی شي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 36

اِنِّیْۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

که زه دا وکړم نو زه به په ښکاره ګمراهۍ اخته وم. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 36

اِنِّیْۤ اٰمَنْتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُوْنِ ۟ؕ

ای خلکو! واورئ ما ستاسې په رب ایمان راوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 36

قِیْلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ ؕ— قَالَ یٰلَیْتَ قَوْمِیْ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

ورته وویل شو[۱] چې جنت ته داخل شه. هغه وویل: دریغه زما قوم پوه شوی وای[۲]. info

[۱] د شهادت په وخت کې چې روح يې قبض کولی شو. او یا له شهادت وروسته ورته ملایکو یا الله جل جلاله په خپله وفرمایل( ابن جریر الطبري).
[۲] چې د جنت نعمتونه يې ولیدل نو دا ارما يي وکړ( ابن جریر الطبری).

التفاسير:

external-link copy
27 : 36

بِمَا غَفَرَ لِیْ رَبِّیْ وَجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟

په هغه بښنه چې زما رب ماته کړې او زه يي د عزتمنو خلکو په کتار کې کڼلی یم. info
التفاسير: