Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz

نحل

external-link copy
1 : 16

اَتٰۤی اَمْرُ اللّٰهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْهُ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

د الله حکم راغلی دی تاسې پکې ډیر تلوار مه کوئ. الله جل جلاله پاک دی او له هغه څه نه ډير لوړ دی چې کافران يې ورسره شریکان نیسي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 16

یُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ بِالرُّوْحِ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ اَنْ اَنْذِرُوْۤا اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاتَّقُوْنِ ۟

الله پاک ملایکي د خپل حکم سره ځینو هغو بنده ګانو ته چې خوښه يي ورته وشي لیږي چې خلکو ته خبر ور کړي چې: پرته له ما نه بل هیڅ حق معبود نشته نو له ما نه وډار شئ. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 16

خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— تَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

الله اسمانونه او ځمکه په حقه پیدا کړي او له هغه څه نه ډير لوړ دی چې کافران يې ورسره شریکان نیسي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 16

خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ فَاِذَا هُوَ خَصِیْمٌ مُّبِیْنٌ ۟

انسان يې د منۍ له یوه څاڅکي نه پيدا کړ خو له هغه نه یو ښکاره جګړه مار جوړ شو. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 16

وَالْاَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِیْهَا دِفْءٌ وَّمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟

او څاروي يې ستاسې لپاره پیدا کړل چې له همغو تاسې تودوښه او رنګا رنګ ګټې تر لاسه کوئ. او د ځینو غوښې هم خورئ. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 16

وَلَكُمْ فِیْهَا جَمَالٌ حِیْنَ تُرِیْحُوْنَ وَحِیْنَ تَسْرَحُوْنَ ۪۟

او همدا څاروي چې کله يې ماښام کور ته راولئ او یا يې سهار څړ ځای ته وباسئ ستاسې لپاره د خورا ښایست او ښکلاء منظره ده. info
التفاسير: