Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Sarfraz

Broj stranice:close

external-link copy
79 : 10

وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُوْنِیْ بِكُلِّ سٰحِرٍ عَلِیْمٍ ۟

فرعون وویل: ټول پوه ساحران ماته راولئ!. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 10

فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ ۟

کله چې ساحران راغلل نو موسې ورته وویل:تاسې چې څه میدان ته غورځونکی یې نو وئې غورځوئ! info
التفاسير:

external-link copy
81 : 10

فَلَمَّاۤ اَلْقَوْا قَالَ مُوْسٰی مَا جِئْتُمْ بِهِ ۙ— السِّحْرُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَیُبْطِلُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

نو کله چې هغوی خپل څیزونه میدان ته کړل،موسې وویل:تاسې جادو وکړ.زما پوخ باور دی چې الله به یې ډير ژر له مینځه یوسي ځکه چې الله پاک دوران کارو کار ته مخه نه ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 10

وَیُحِقُّ اللّٰهُ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُوْنَ ۟۠

او الله پاک د خپلې کړې وعدې له مخې حق په ډاګیزه توګه میدان ته راوباسي که څه هم مجرمان پرۍ ناخوښه وي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 10

فَمَاۤ اٰمَنَ لِمُوْسٰۤی اِلَّا ذُرِّیَّةٌ مِّنْ قَوْمِهٖ عَلٰی خَوْفٍ مِّنْ فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهِمْ اَنْ یَّفْتِنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِی الْاَرْضِ ۚ— وَاِنَّهٗ لَمِنَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟

د بني اسرائیلو له څو ځوانانو پرته بل چا په موسې ایمان رانه ووړ. ځکه چې ډار ورسره وو هسې نه چې فرعون او خپل مشران یې وربړوي. او له هیچا نه پټه نه وه چې د ځمکې لوی ځواک او له هغو خلکو نه وو چې په هر دول پولو ور اوښتی و. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 10

وَقَالَ مُوْسٰی یٰقَوْمِ اِنْ كُنْتُمْ اٰمَنْتُمْ بِاللّٰهِ فَعَلَیْهِ تَوَكَّلُوْۤا اِنْ كُنْتُمْ مُّسْلِمِیْنَ ۟

او موسې خپل قوم ته وویل:که تاسې په الله ایمان راوړی وي نو پر یوه الله توکل وکړئ که رښتیا مو ورته غاړه ایښې وي. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 10

فَقَالُوْا عَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْنَا ۚ— رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

هغوی وویل:مونږ یوازې په یو الله توکل کړی ای زمونږ ربه! مونږ د ظالمانو لپاره ازمیښت مه ګرځوه. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 10

وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟

او په خپل رحمت سره مونږ ته له کافرانو نه نجات راکړه. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 10

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰی وَاَخِیْهِ اَنْ تَبَوَّاٰ لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُیُوْتًا وَّاجْعَلُوْا بُیُوْتَكُمْ قِبْلَةً وَّاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

مونږ موسې او د هغه ورور ته وحې وکړه چې:تاسې دواړه په مصر کې د خپل قوم لپاره کورونه ولټوئ او هستوګن ځایونه مو د جومات په توګه هم استعمال کړئ.لمونځ وکړئ.او مؤمنانو ته دبري او خلاصون زیری ورکړه. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 10

وَقَالَ مُوْسٰی رَبَّنَاۤ اِنَّكَ اٰتَیْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَاَهٗ زِیْنَةً وَّاَمْوَالًا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ— رَبَّنَا لِیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِكَ ۚ— رَبَّنَا اطْمِسْ عَلٰۤی اَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْا حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟

موسې وویل:ای زمونږ ربه!تا فرعون او د هغه سردارانو ته د دنیا په ژوند کې ښه ښکلا،دبدبه،او ډیر مالونه ورکړي دي چې خلک ستا له لیارې بې لیارې کړي. ای زمونږ ربه!د هغوی مالونه تس،نس او په زړونو کې یې سختي وکړه.ځکه هغوی ایمان نه راوړي تر څو دردناک عذاب وویني. info
التفاسير: