Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Prevodilački centar Ruvvad

مزمل

external-link copy
1 : 73

یٰۤاَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ ۟ۙ

اې ځان نغښتونكيه! info
التفاسير:

external-link copy
2 : 73

قُمِ الَّیْلَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۙ

ودریږه د شپې مګر لږ. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 73

نِّصْفَهٗۤ اَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِیْلًا ۟ۙ

نيمايي يې، يا څه لږ ترې كم كړه. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 73

اَوْ زِدْ عَلَیْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْاٰنَ تَرْتِیْلًا ۟ؕ

يا څه پرې زيات كړه او قرآن په كرار کرار لوله. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 73

اِنَّا سَنُلْقِیْ عَلَیْكَ قَوْلًا ثَقِیْلًا ۟

.(دا دى) موږ پر تا يو دروند كلام نازلوو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 73

اِنَّ نَاشِئَةَ الَّیْلِ هِیَ اَشَدُّ وَطْاً وَّاَقْوَمُ قِیْلًا ۟ؕ

بېشكه د شپى په برخو کې لوستل ډیر جوښت وي زړه ته او ډیره سیده وینا وي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 73

اِنَّ لَكَ فِی النَّهَارِ سَبْحًا طَوِیْلًا ۟ؕ

په رېښتيا ستا لپاره د ورځې ډېره بوختيا ده. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 73

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًا ۟ؕ

او د خپل پالونکي نوم يادوه او د هغه لور ته پوره ګوښى شه. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 73

رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِیْلًا ۟

هغه د ختيځ او لوېديځ څښتن دى، له هغه پرته بل معبود نشته نو همغه خپل وكيل ونيسه. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 73

وَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِیْلًا ۟

او پر هغه څه صبر كوه چې دوى يې وايي او په ښه توګه ترې بېل شه. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 73

وَذَرْنِیْ وَالْمُكَذِّبِیْنَ اُولِی النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِیْلًا ۟

ما او دغه د نعمت والا درواغ ګڼونكي سره پرېږده او هغوى ته لږ مهلت وركړه. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 73

اِنَّ لَدَیْنَاۤ اَنْكَالًا وَّجَحِیْمًا ۟ۙ

بېشکه موږ سره درنې زولنې او بل اور دى. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 73

وَّطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَّعَذَابًا اَلِیْمًا ۟۫

او په مرۍ (ستوني) كې نېښلېدونکي خواړه او دردوونکی عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 73

یَوْمَ تَرْجُفُ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِیْبًا مَّهِیْلًا ۟

هغه ورځ چې ځمكه او غرونه ولړزيږي او غرونه به د شګو خپره شوې ډېرۍ (غوندې) وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 73

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ رَسُوْلًا ۙ۬— شَاهِدًا عَلَیْكُمْ كَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ رَسُوْلًا ۟ؕ

بېشكه موږ تاسي ته همغسې يو رسول پر تاسې د شاهد په توګه لېږلى لكه چې فرعون ته مو يو رسول لېږلى و. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 73

فَعَصٰی فِرْعَوْنُ الرَّسُوْلَ فَاَخَذْنٰهُ اَخْذًا وَّبِیْلًا ۟

خو فرعون له هغه رسوله سر غړونه وکړه؛ نو بيا مو ډېر سخت راګېر كړ. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 73

فَكَیْفَ تَتَّقُوْنَ اِنْ كَفَرْتُمْ یَوْمًا یَّجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِیْبَا ۟

نو كه تاسې يې ونه منئ بيا به هغه ورځ څنګه ځان ساتئ چې ماشومان بوډاګان كوي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 73

١لسَّمَآءُ مُنْفَطِرٌ بِهٖ ؕ— كَانَ وَعْدُهٗ مَفْعُوْلًا ۟

آسمان به پرې چاودېدونکی وي، د هغه ژمنه كېدونكې ده. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 73

اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟۠

بېشکه دغه نصيحت دى، نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونکي خواته دې لار غوره کړي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 73

اِنَّ رَبَّكَ یَعْلَمُ اَنَّكَ تَقُوْمُ اَدْنٰی مِنْ  الَّیْلِ وَنِصْفَهٗ وَثُلُثَهٗ وَطَآىِٕفَةٌ مِّنَ الَّذِیْنَ مَعَكَ ؕ— وَاللّٰهُ یُقَدِّرُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ؕ— عَلِمَ اَنْ لَّنْ تُحْصُوْهُ فَتَابَ عَلَیْكُمْ فَاقْرَءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنَ الْقُرْاٰنِ ؕ— عَلِمَ اَنْ سَیَكُوْنُ مِنْكُمْ مَّرْضٰی ۙ— وَاٰخَرُوْنَ یَضْرِبُوْنَ فِی الْاَرْضِ یَبْتَغُوْنَ مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ ۙ— وَاٰخَرُوْنَ یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۖؗ— فَاقْرَءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنْهُ ۙ— وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاَقْرِضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا ؕ— وَمَا تُقَدِّمُوْا لِاَنْفُسِكُمْ مِّنْ خَیْرٍ تَجِدُوْهُ عِنْدَ اللّٰهِ هُوَ خَیْرًا وَّاَعْظَمَ اَجْرًا ؕ— وَاسْتَغْفِرُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

بېشكه ستا پالونکی پوهيږي چې ته كله د شپې دوه پر دريو برخو ته نېږدې او (كله) نيمايي برخه يې او كله يې درېيمه برخه (په عبادت) درېږې او يوه ډله له هغو خلکو چې له تا سره دي. او الله د شپى ورځې وختونه حسابوي، هغه پوه دى چې تاسې وخت سم نشئ شمېرلى نو بخښنه يې درته وكړه، اوس نو چې له قرآنه څومره درته اّسانه وي، هغومره ولولئ. هغه ته معلومه ده چې پر تاسي كې به ځينى ناروغان وي، ځينې نور به ځمكه كې سفر كوي، د الله فضل به لټوي او څه نور به د الله په لار كې جنګيږي، نو چې څه درته آسانه وي همغومره ترې لولئ او لمونځ ترسره كوئ، زكات وركوئ او الله ته غوره پور وركوئ. او كومه ښېګڼه چې تاسې يې خپل ځان ته وړاندې لېږئ، هغه به له الله سره مومئ، همغه ډېره ښه او اجر يې ډېر لوى دى. او له الله بخښنه غواړئ، بېشكه الله ښه بښونكى مهربان دى. info
التفاسير: