Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Prevodilački centar Ruvvad

Broj stranice:close

external-link copy
14 : 72

وَّاَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُوْنَ وَمِنَّا الْقٰسِطُوْنَ ؕ— فَمَنْ اَسْلَمَ فَاُولٰٓىِٕكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا ۟

او دا چې له موږ ځينى مسلمانان دي او ځينى مو ظالمان، نو چا چې اسلام راوړ، هغوى سمه لار وموندله. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 72

وَاَمَّا الْقٰسِطُوْنَ فَكَانُوْا لِجَهَنَّمَ حَطَبًا ۟ۙ

او كوم چې بې انصافه دي، هغوى به د جهنم خس خشاك وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 72

وَّاَنْ لَّوِ اسْتَقَامُوْا عَلَی الطَّرِیْقَةِ لَاَسْقَیْنٰهُمْ مَّآءً غَدَقًا ۟ۙ

او دا چې (الله ويلي) كه هغوى پر سمه لار برابر شوي واى نو موږ به پر ډېرو اوبو خړوبه كړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 72

لِّنَفْتِنَهُمْ فِیْهِ ؕ— وَمَنْ یُّعْرِضْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهٖ یَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا ۟ۙ

چې هغوى پكې وازمويو، او څوك چې د خپل رب له ذكره مخ اړوي، هغه به يې سخت عذاب ته ورننباسي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 72

وَّاَنَّ الْمَسٰجِدَ لِلّٰهِ فَلَا تَدْعُوْا مَعَ اللّٰهِ اَحَدًا ۟ۙ

او دا چې جوماتونه د الله لپاره دي، نو (هلته) له الله سره هيڅوك مه رابولئ. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 72

وَّاَنَّهٗ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللّٰهِ یَدْعُوْهُ كَادُوْا یَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِ لِبَدًا ۟ؕ۠

او دا چې كله د الله بنده (محمد صلی الله عليه وسلم) د هغه بللو ته پاڅېد، نېږدې و چې هغوى (پېريان) سر په سر هغه باندې ورولويږي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 72

قُلْ اِنَّمَاۤ اَدْعُوْا رَبِّیْ وَلَاۤ اُشْرِكُ بِهٖۤ اَحَدًا ۟

ورته ووايه: زه خو یوازې خپل پالونکی رابولم او بل هيڅوك نه ورسره شريكوم. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 72

قُلْ اِنِّیْ لَاۤ اَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَّلَا رَشَدًا ۟

ورته ووايه: زه تاسي ته نه د تاوان رسولو واك لرم او نه د خير ښېګڼې. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 72

قُلْ اِنِّیْ لَنْ یُّجِیْرَنِیْ مِنَ اللّٰهِ اَحَدٌ ۙ۬— وَّلَنْ اَجِدَ مِنْ دُوْنِهٖ مُلْتَحَدًا ۟ۙ

ورته ووايه: ما له الله څخه هيڅوك نشي خلاصولى او نه به هيڅكله پرته له هغه بل د پناه ځاى ومومم. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 72

اِلَّا بَلٰغًا مِّنَ اللّٰهِ وَرِسٰلٰتِهٖ ؕ— وَمَنْ یَّعْصِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَاِنَّ لَهٗ نَارَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ۟ؕ

مګر د الله له لوري تبليغ او پيغام رسول (زما كار دى) او څوك چې الله او د هغه له رسوله سرغړوي نو په رېښتيا د هغه لپاره د جهنم اور دى، تل تر تله به هلته پكې اوسېدونكي وي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 72

حَتّٰۤی اِذَا رَاَوْا مَا یُوْعَدُوْنَ فَسَیَعْلَمُوْنَ مَنْ اَضْعَفُ نَاصِرًا وَّاَقَلُّ عَدَدًا ۟

تر څو هغه څه وويني چې ژمنه يې ورسره كيږي، بيا به پوه شي چې د چا ملاتړى كمزورى او د شمېر له پلوه ډېر كم دى. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 72

قُلْ اِنْ اَدْرِیْۤ اَقَرِیْبٌ مَّا تُوْعَدُوْنَ اَمْ یَجْعَلُ لَهٗ رَبِّیْۤ اَمَدًا ۟

ورته ووايه: زه نه پوهېږم، څه چې تاسې سره يې ژمنه كيږي هغه به نېږدې وي، كه زما پالونکی هغه ته څه ډېره زمانه ټاكي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 72

عٰلِمُ الْغَیْبِ فَلَا یُظْهِرُ عَلٰی غَیْبِهٖۤ اَحَدًا ۟ۙ

هغه پر پټو پوه دى نو په خپلو پټو هيڅوك نه خبروي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 72

اِلَّا مَنِ ارْتَضٰی مِنْ رَّسُوْلٍ فَاِنَّهٗ یَسْلُكُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَمِنْ خَلْفِهٖ رَصَدًا ۟ۙ

پرته له هغه استازي څخه چې هغه يې (د پټو د څه پوهې لپاره) غوره كړى وي، نو د هغه وړاندې وروسته هم ساتونكي څوكيداران روانوي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 72

لِّیَعْلَمَ اَنْ قَدْ اَبْلَغُوْا رِسٰلٰتِ رَبِّهِمْ وَاَحَاطَ بِمَا لَدَیْهِمْ وَاَحْصٰی كُلَّ شَیْءٍ عَدَدًا ۟۠

تر څو معلومه كړي چې د هغه پيغامونه يې (سم) رسولي دي او الله د هغوى پر هر څه چاپېر دى او هر څه يې په شمېر شمېرلي ساتلي دي. info
التفاسير: