Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Prevodilački centar Ruvvad

نجم

external-link copy
1 : 53

وَالنَّجْمِ اِذَا هَوٰی ۟ۙ

قسم په ستوري کله چې پریوزي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 53

مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوٰی ۟ۚ

چې ستاسو ملګرى (رسول الله) نه بې لارې شوى او نه په غلطه (عقيده) دى. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 53

وَمَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰی ۟ؕۚ

او نه له خپله هوسه غږيږي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 53

اِنْ هُوَ اِلَّا وَحْیٌ یُّوْحٰی ۟ۙ

دا له وحي پرته بل څه نه دي چې ورته رالېږل كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 53

عَلَّمَهٗ شَدِیْدُ الْقُوٰی ۟ۙ

ډېر ځواكمنې (پرېښتې) ور ښوولې ده. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 53

ذُوْ مِرَّةٍ ؕ— فَاسْتَوٰی ۟ۙ

چې د زور څښتنه ده، نو سيده ودرېده. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 53

وَهُوَ بِالْاُفُقِ الْاَعْلٰی ۟ؕ

او هغه د آسمان پر اوچتو څنډو و. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 53

ثُمَّ دَنَا فَتَدَلّٰی ۟ۙ

بيا نېږدې او ښه رانیږدې شو. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 53

فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰی ۟ۚ

نو د دوو ليندو ترمنځ يا تر هغه هم ورنېږدې شو. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 53

فَاَوْحٰۤی اِلٰی عَبْدِهٖ مَاۤ اَوْحٰی ۟ؕ

نو د هغه (الله) بنده ته يې وحي كړل څه يې چې وحي كړل. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 53

مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَاٰی ۟

د هغه زړه درواغ نه دي ويلي په هغه څه كې چې ليدلي يې و. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 53

اَفَتُمٰرُوْنَهٗ عَلٰی مَا یَرٰی ۟

آيا په هغه څه كې ورسره ناندرۍ وهئ چې هغه يې ويني؟ info
التفاسير:

external-link copy
13 : 53

وَلَقَدْ رَاٰهُ نَزْلَةً اُخْرٰی ۟ۙ

او يقيناً يو ځل مخكې يې هم ليدلى دى. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 53

عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهٰی ۟

د آخرنۍ (لرې) بېرې (ونې) خواته. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 53

عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَاْوٰی ۟ؕ

چې له هغې سره جنت الماوٰى دى. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 53

اِذْ یَغْشَی السِّدْرَةَ مَا یَغْشٰی ۟ۙ

هغه وخت چې بېره يې پټه كړې وه هغه څه چې پرې خپور شوى و. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 53

مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغٰی ۟

(د هغه) سترګې نه کږې شوې او نه له بريده واوښتې. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 53

لَقَدْ رَاٰی مِنْ اٰیٰتِ رَبِّهِ الْكُبْرٰی ۟

په رېښتيا د خپل پالونکي څه سترې نښانې يې وليدې. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 53

اَفَرَءَیْتُمُ اللّٰتَ وَالْعُزّٰی ۟ۙ

آيا تاسي لات او عزى ليدلي [آیا د هغوی څه قدرت لویوالی شته]؟ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 53

وَمَنٰوةَ الثَّالِثَةَ الْاُخْرٰی ۟

او بل دريم منات؟ info
التفاسير:

external-link copy
21 : 53

اَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْاُ ۟

آيا تاسي لره به زامن او د هغه به لوڼې (لورګانې) وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 53

تِلْكَ اِذًا قِسْمَةٌ ضِیْزٰی ۟

دا خو بيا ډېر بې انصافه وېش دى! info
التفاسير:

external-link copy
23 : 53

اِنْ هِیَ اِلَّاۤ اَسْمَآءٌ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَی الْاَنْفُسُ ۚ— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنْ رَّبِّهِمُ الْهُدٰی ۟ؕ

دا پرته له يو څه نومونو بل څه نه دي چې تاسو او پلرونو مو اېښي دي، الله كوم دليل پرې نه دى نازل كړى. هغوى پرته له ګومان او نفسي غوښتنې بل څه پسې نه دي روان او پرته له شکه د هغوى د پالونکي له خوا لارښوونه ورغلې ده. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 53

اَمْ لِلْاِنْسَانِ مَا تَمَنّٰی ۟ؗۖ

آيا (هغه كافر) انسان چې د څه هيله كوي همغه به ورته رسېدونكى وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
25 : 53

فَلِلّٰهِ الْاٰخِرَةُ وَالْاُوْلٰی ۟۠

نو (يوازې) الله لره دي آخرت او دنيا. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 53

وَكَمْ مِّنْ مَّلَكٍ فِی السَّمٰوٰتِ لَا تُغْنِیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا اِلَّا مِنْ بَعْدِ اَنْ یَّاْذَنَ اللّٰهُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَرْضٰی ۟

او په آسمانو كې څومره پرېښتې دي چې سپارښتنه يې هيڅ ګټه نه شي رسولاى، مګر له هغه وروسته چې الله اجازه وركړي چاته چې وغواړي او پرې رضا شي. info
التفاسير: