Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Prevodilački centar Ruvvad

Broj stranice:close

external-link copy
68 : 25

وَالَّذِیْنَ لَا یَدْعُوْنَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ وَلَا یَقْتُلُوْنَ النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا یَزْنُوْنَ ۚؕ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ یَلْقَ اَثَامًا ۟ۙ

او هغوى چې الله سره بل معبود نه رابولي او نه پرته له حقه هغه كس وژني چې الله (یې وژل) حرام كړى وي او نه زنا كوي او څوك چې داسې وكړي، هغه به خپله ګناه مومي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 25

یُّضٰعَفْ لَهُ الْعَذَابُ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ وَیَخْلُدْ فِیْهٖ مُهَانًا ۟ۗۖ

د هغه لپاره به د قيامت په ورځ عذاب غبرګ (مكرر) كړى شى او تل به پكې خوار ذليل پروت وي. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 25

اِلَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یُبَدِّلُ اللّٰهُ سَیِّاٰتِهِمْ حَسَنٰتٍ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟

پرته له هغه چې توبه وباسي، ايمان راوړي او نېك عمل وکړي؛ نو دا خلك چې دي الله به يې بدۍ په نېكيو بدلې كړي او الله بخښونكى مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 25

وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَاِنَّهٗ یَتُوْبُ اِلَی اللّٰهِ مَتَابًا ۟

څوك چې توبه وباسي او نيك عمل وكړي هغه نو د الله لوري ته داسې ورګرځې لكه څنګه چې د ګرځېدلو حق دى. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 25

وَالَّذِیْنَ لَا یَشْهَدُوْنَ الزُّوْرَ ۙ— وَاِذَا مَرُّوْا بِاللَّغْوِ مَرُّوْا كِرَامًا ۟

او هغوى چې د درواغو شاهدي نه وايي، او كله چې په كوم عبث كار ورشي نو درانه ورڅخه تېر شي. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 25

وَالَّذِیْنَ اِذَا ذُكِّرُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ لَمْ یَخِرُّوْا عَلَیْهَا صُمًّا وَّعُمْیَانًا ۟

او هغوى چې كله د خپل رب په آيتونو نصيحت ورته كيږي نو ځانونه پرې كاڼه، ړانده نه اچوي. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 25

وَالَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ اَزْوَاجِنَا وَذُرِّیّٰتِنَا قُرَّةَ اَعْیُنٍ وَّاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِیْنَ اِمَامًا ۟

او هغوى چې وايي: زموږ ربه! موږ ته له خپلو مېرمنو او خېلخانو د سترګو يخوالى راكړه او موږ د متقيانو امامان وګرځوه. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 25

اُولٰٓىِٕكَ یُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوْا وَیُلَقَّوْنَ فِیْهَا تَحِیَّةً وَّسَلٰمًا ۟ۙ

دوى هغه خلك دي چې په بدله كې (هسكه) ماڼۍ وركول كيږي په دې چې صبر يې كړى و او هلته به يې په دعا او سلام هر كلى وشي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 25

خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَّمُقَامًا ۟

تلپاتې په هغو كې (دا) غوره آرام ځاى او هستوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 25

قُلْ مَا یَعْبَؤُا بِكُمْ رَبِّیْ لَوْلَا دُعَآؤُكُمْ ۚ— فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ یَكُوْنُ لِزَامًا ۟۠

ورته ووايه: زما رب ستاسو څه پروا لري، كه ستاسي (لخوا) بلل نه وي؟ نو اوس چې تاسو درواغ وګڼلو، ډېر زر به (يې سزا) درپسې لازم وګرځي. info
التفاسير: