Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod na paštunski jezik - Prevodilački centar Ruvvad

Broj stranice:close

external-link copy
63 : 11

قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَاٰتٰىنِیْ مِنْهُ رَحْمَةً فَمَنْ یَّنْصُرُنِیْ مِنَ اللّٰهِ اِنْ عَصَیْتُهٗ ۫— فَمَا تَزِیْدُوْنَنِیْ غَیْرَ تَخْسِیْرٍ ۟

ويې ويل ای قومه! كه چېرې زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ولاړ) يم او له خپلې خوا يې يو رحمت هم راكړى وي نو كه اوس يې سرغړونه وكړم څوک به مې مرسته وكړي، نو تاسو خو ماته پرته له تاوانه بل څه نه را زياتوئ. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 11

وَیٰقَوْمِ هٰذِهٖ نَاقَةُ اللّٰهِ لَكُمْ اٰیَةً فَذَرُوْهَا تَاْكُلْ فِیْۤ اَرْضِ اللّٰهِ وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِیْبٌ ۟

او اى زما قومه! دا د الله اوښه ستاسي له پاره يوه نښانه ده، نو دا پرېږدئ چې د الله پر ځمكه څري، او په بدۍ لاس مه وروړئ (كنه) بيا به مو نږدې (وخت كې يو) عذاب راونيسي. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 11

فَعَقَرُوْهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوْا فِیْ دَارِكُمْ ثَلٰثَةَ اَیَّامٍ ؕ— ذٰلِكَ وَعْدٌ غَیْرُ مَكْذُوْبٍ ۟

خو هغه يې ټپي او مړه كړه، نو ورته ويې ويل صرف درې ورځې مو كورو كې ژوند وكړئ، دا نه دروغ كېدونكې وعده ده. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 11

فَلَمَّا جَآءَ اَمْرُنَا نَجَّیْنَا صٰلِحًا وَّالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَمِنْ خِزْیِ یَوْمِىِٕذٍ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ ۟

نو كله چې زموږ امر راغى، په خپل رحمت سره مو صالح او هغه كسان وژغورل چې له ده سره يې ايمان راوړى و، او د هغې ورځې له رسوايي (مو خوندى كړل) بې شكه همدا ستا رب برلاسى ځواكمن دى. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 11

وَاَخَذَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوا الصَّیْحَةُ فَاَصْبَحُوْا فِیْ دِیَارِهِمْ جٰثِمِیْنَ ۟ۙ

او چا چې ظلم كړى و، هغوى يوې سختې چغې راونيول، نو بيا ګهيځ خپلو سيمو كې پړمخې وچ مړه پراته وو. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 11

كَاَنْ لَّمْ یَغْنَوْا فِیْهَا ؕ— اَلَاۤ اِنَّ ثَمُوْدَاۡ كَفَرُوْا رَبَّهُمْ ؕ— اَلَا بُعْدًا لِّثَمُوْدَ ۟۠

لكه چې له سره پكې اوسېدلي نه وي، واورئ، ثموديان په خپل رب كافر شول، واورئ ثموديانو ته (د الله له رحمته) لرې والى دى. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 11

وَلَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ بِالْبُشْرٰی قَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ سَلٰمٌ فَمَا لَبِثَ اَنْ جَآءَ بِعِجْلٍ حَنِیْذٍ ۟

او بې شکه ابراهيم (علیه السلام) ته زموږ استازي په زيري ورغلل، ويلې سلام دې وي، هغه وويل: پر تاسي دې هم سلام وي، نو بيا يې څه ځند ونه كړ چې وريت شوى خوسى يې ورته راوړو. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 11

فَلَمَّا رَاٰۤ اَیْدِیَهُمْ لَا تَصِلُ اِلَیْهِ نَكِرَهُمْ وَاَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً ؕ— قَالُوْا لَا تَخَفْ اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمِ لُوْطٍ ۟ؕ

خو چې ويې ليدل د هغوى لاسونه (خوړو ته) نه رسي، ويې نه پېژندل، او په زړه كې يې ترې وېره راوسته، هغوى وويل: مه وېرېږه موږ د لوط (علیه السلام) قوم ته را استول شوي يو. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 11

وَامْرَاَتُهٗ قَآىِٕمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنٰهَا بِاِسْحٰقَ ۙ— وَمِنْ وَّرَآءِ اِسْحٰقَ یَعْقُوْبَ ۟

او مېرمن يې (هلته) ولاړه وه نو ويې خندل، موږ هغې ته د اسحاق او له اسحاق وروسته د يعقوب زېرى وركړ. info
التفاسير: