Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod sažetog tefsira Kur'ana na paštu jezik.

معارج

Intencije ove sure:
بيان حال وجزاء الخلق يوم القيامة.
د قيامت په ورځ د مخلوق د جزا او حال بيان. info

external-link copy
1 : 70

سَاَلَ سَآىِٕلٌۢ بِعَذَابٍ وَّاقِعٍ ۟ۙ

له مشرکانو يو غوښتونکي د خپل ځان او قوم پر خلاف د عذاب غوښتنه وکړه چې که چېرې دغه عذاب راتلونکی وي، په داسې حال کې چې دا د هغه له لوري ملنډې وې، او هغه د قيامت په ورځ پېښېدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 70

لِّلْكٰفِرِیْنَ لَیْسَ لَهٗ دَافِعٌ ۟ۙ

(هغه عذاب) پر الله د کفر کوونکو لپاره دی، د دغه عذاب لپاره څوک ايساروونکی نشته. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 70

مِّنَ اللّٰهِ ذِی الْمَعَارِجِ ۟ؕ

د مرتبې، درجو، فضيلتونو او نعمتونو د څښتن له لورې دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 70

تَعْرُجُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَالرُّوْحُ اِلَیْهِ فِیْ یَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهٗ خَمْسِیْنَ اَلْفَ سَنَةٍ ۟ۚ

هغه ته پرېښتې او جبرئيل په دغو درجو کې ورخېژي، د قيامت په ورځ چې هغه دومره اوږده ورځ ده چې اندازه يې پنځوس زره کاله ده. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 70

فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِیْلًا ۟

نو اې رسوله! داسې صبر کوه چې هيڅ وير او شکايت پکې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 70

اِنَّهُمْ یَرَوْنَهٗ بَعِیْدًا ۟ۙ

هغوی دغه عذاب لېرې او پېښېدل يې ناشوني ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 70

وَّنَرٰىهُ قَرِیْبًا ۟ؕ

او موږ هغه نېږدې هرومرو پېښېدونکی وينو. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 70

یَوْمَ تَكُوْنُ السَّمَآءُ كَالْمُهْلِ ۟ۙ

په کومه ورځ چې آسمان به د سرو زرو او ميسو غوندې ويلې شي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 70

وَتَكُوْنُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ ۟ۙ

او غرونه به په سپکوالي کې د وړۍ غوندې وي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 70

وَلَا یَسْـَٔلُ حَمِیْمٌ حَمِیْمًا ۟ۚۖ

او يو خپل به د بل خپل حال نه پوښتي، ځکه هر يو به په خپل ځان بوخت وي. info
التفاسير:
Poruke i pouke ajeta na ovoj stranici:
• تنزيه القرآن عن الشعر والكهانة.
د قرآن له شعر او کهانت څخه پاکوالی. info

• خطر التَّقَوُّل على الله والافتراء عليه سبحانه.
پر الله پورې د خبرو تړلو او پر هغه پاک ذات پورې د درواغ ويلو خطر. info

• الصبر الجميل الذي يحتسب فيه الأجر من الله ولا يُشكى لغيره.
ښه صبر دا دی چې په هغو کې له الله څخه د بدلې هيله ولري او بل چاته شکايت ونه کړي. info