Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod sažetog tefsira Kur'ana na paštu jezik.

Broj stranice:close

external-link copy
9 : 69

وَجَآءَ فِرْعَوْنُ وَمَنْ قَبْلَهٗ وَالْمُؤْتَفِكٰتُ بِالْخَاطِئَةِ ۟ۚ

او فرعون او له هغه مخکېنيو امتونو، او هغو کليو چې د خپلو کليو په سرچپه کېدلو عذاب ورکړل شوی و، چې هغه د لوط قوم و همداسې ناروا د شرک او ګناه کارونه کړي و. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 69

فَعَصَوْا رَسُوْلَ رَبِّهِمْ فَاَخَذَهُمْ اَخْذَةً رَّابِیَةً ۟

له هغوی هر يو يې له خپل ور لېږل شوي رسوله سرغړونه وکړه او درواغجن يې وګڼلو، نو الله هغوی په داسې زياته نيونه ونيول چې د هغوی تباهي پرې بشپړ شوه. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 69

اِنَّا لَمَّا طَغَا الْمَآءُ حَمَلْنٰكُمْ فِی الْجَارِیَةِ ۟ۙ

کله چې اوبه په لوړوالي کې له بريده واوښتې؛ نو موږ هغه خلک په روانه کښتۍ کې سپاره کړل - چې تاسو يې په ملاګانو کې وئ - هغه کښتۍ چې نوح عليه السلام زموږ په امر جوړه کړې وه، نو دا په حقيقت کې ستاسو لپاره سپرېدل و. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 69

لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَّتَعِیَهَاۤ اُذُنٌ وَّاعِیَةٌ ۟

تر څو کښتۍ او کيسه يې داسې پند وګرځوو چې د کفر د څښتنانو پر تباهۍ او د ايمان د څښتنانو په ژغورلو استدلال پرې وشي، او هغه غوږونه يې په ياد وساتي چې اورېدل شوي شيان په ياد ساتي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 69

فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ نَفْخَةٌ وَّاحِدَةٌ ۟ۙ

کله چې پر پوکلو ګومارل شوې پرېښته په ښکر کې يوځل پوکی وکړي او هغه دويم پوکی وي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 69

وَّحُمِلَتِ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَّاحِدَةً ۟ۙ

او ځمکه او غرونه پورته کړل شي، نو دواړه به په يو سخت ميده کولو ميده ميده کړل شي د ځمکې برخې او د غرونو برخې به سره بېلې بېلې کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 69

فَیَوْمَىِٕذٍ وَّقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ

په کومه ورځ چې دا هرڅه وشي قيامت به را منځته شي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 69

وَانْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَهِیَ یَوْمَىِٕذٍ وَّاهِیَةٌ ۟ۙ

او په هغه ورځ به د پرېښتو د راکوزېدو لپاره آسمان وچوي، نو په دغه ورځ به هغه کمزوری وي وروسته تردې چې هغه سخت ټينګ و. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 69

وَّالْمَلَكُ عَلٰۤی اَرْجَآىِٕهَا ؕ— وَیَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ ثَمٰنِیَةٌ ۟ؕ

او پرېښتې به يې پر څنډو او اړخونو وي، په دغه ورځ به اتو غوره پرېښتو ستا د پالونکي عرش پورته کړی وي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 69

یَوْمَىِٕذٍ تُعْرَضُوْنَ لَا تَخْفٰی مِنْكُمْ خَافِیَةٌ ۟

اې خلکو! په دغه ورځ به تاسې پر الله ور وړاندې کړل شئ، له الله به ستاسې هيڅ ډول راز پټ پاتې نه شي، بلکې الله پر هغو ښه پوه او پرې خبر دی. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 69

فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ فَیَقُوْلُ هَآؤُمُ اقْرَءُوْا كِتٰبِیَهْ ۟ۚ

نو چاته چې يې عملنامه په ښي لاس ورکړل شوه، هغه به له خوښۍ او وياړه وايي: واخلئ زما عملنامه ولولئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 69

اِنِّیْ ظَنَنْتُ اَنِّیْ مُلٰقٍ حِسَابِیَهْ ۟ۚ

پرته له شکه زه په دنيا کې پوه وم او باور مې کړی و چې هرومرو به را پاڅول کېږم او له خپلې بدلې سره به مخامخ کېدونکی وم. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 69

فَهُوَ فِیْ عِیْشَةٍ رَّاضِیَةٍ ۟ۙ

نو بيا به هغه په خوشالوونکي ژوند کې وي؛ ځکه هغه به تلپاتې نعمتونه ويني. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 69

فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍ ۟ۙ

په داسې جنت کې چې د موقعيت او مرتبې له پلوه لوړ وي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 69

قُطُوْفُهَا دَانِیَةٌ ۟

مېوې به يې هغه چاته نېږدې وي چې ترې خوري يې. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 69

كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ ۟

هغوی ته به د درناوي په ډول ويل کيږي: داسې خوراک او څښاک کوئ چې په هغه خوراک او څښاک کې هيڅ زيان نه وي د هغو غوره کړنو له امله چې په دنيا کې مو تېرو ورځو کې وړاندې کړي و. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 69

وَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِشِمَالِهٖ ۙ۬— فَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُوْتَ كِتٰبِیَهْ ۟ۚ

او چاته چې يې عملنامه په چپ لاس ورکړل شي، نو له سختې پښېمانۍ به وايي: های کاشکي ماته مې عملنامه نه وای راکړل شوې ځکه په هغې کې داسې ناوړه کارونه دي چې زما عذاب لازموي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 69

وَلَمْ اَدْرِ مَا حِسَابِیَهْ ۟ۚ

او کاشکي زه مې پر حساب هيڅ نه وای پوه شوی. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 69

یٰلَیْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِیَةَ ۟ۚ

کاشکي هغه مرګ چې زه پرې مړ شوی وم داسې وای چې له هغه وروسته هيڅکله نه را پاڅول کېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 69

مَاۤ اَغْنٰی عَنِّیْ مَالِیَهْ ۟ۚ

مال مې د الله له عذابه هيڅ را څخه ايسار نه کړل. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 69

هَلَكَ عَنِّیْ سُلْطٰنِیَهْ ۟ۚ

زما حجت او هغه ځواک او مرتبه را څخه پټ شول چې بروسه مې پرې کوله. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 69

خُذُوْهُ فَغُلُّوْهُ ۟ۙ

او ويل کيږي به: اې پرېښتو را ويې نيسئ او لاس يې غاړې ته ور غونډ کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 69

ثُمَّ الْجَحِیْمَ صَلُّوْهُ ۟ۙ

بيا يې اور ته ور ننباسئ ترڅو يې ګرمي وزغمي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 69

ثُمَّ فِیْ سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُوْنَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوْهُ ۟ؕ

بيا يې په داسې ځنځير کې ننباسئ چې اوږدوالی يې اويا متره وي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 69

اِنَّهٗ كَانَ لَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ

پرته له شکه هغه پر لوی الله ايمان نه درلود. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 69

وَلَا یَحُضُّ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ؕ

او بل يې بې وزله ته په خوړو ورکولو نه هڅولو. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 69

فَلَیْسَ لَهُ الْیَوْمَ هٰهُنَا حَمِیْمٌ ۟ۙ

نو هغه لره د قيامت په ورځ کوم خپل نشته چې عذاب ترې ايسار کړي. info
التفاسير:
Poruke i pouke ajeta na ovoj stranici:
• المِنَّة التي على الوالد مِنَّة على الولد تستوجب الشكر.
پر پلار کړی احسان پر اولاد هم احسان وي چې شکر يې واجب دی. info

• إطعام الفقير والحض عليه من أسباب الوقاية من عذاب النار.
بې وزله ته خواړه ورکول او پردې کار هڅونه د اور له عذابه د ساتنې له لاملونو څخه دي. info

• شدة عذاب يوم القيامة تستوجب التوقي منه بالإيمان والعمل الصالح.
د قيامت د ورځې د عذاب سختي پر ايمان او نېک کار ترې ځان ساتنه لازموي. info