Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod sažetog tefsira Kur'ana na paštu jezik.

external-link copy
20 : 25

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ اِلَّاۤ اِنَّهُمْ لَیَاْكُلُوْنَ الطَّعَامَ وَیَمْشُوْنَ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً ؕ— اَتَصْبِرُوْنَ ۚ— وَكَانَ رَبُّكَ بَصِیْرًا ۟۠

ای رسوله! له تا مخکې مو يوازې انسانان د رسولانو په توګه لېږلي دي، چې خواړه يې خوړل او په بازارونو کې ګرځېدل، ته په دغه کې کوم نوی رسول نه يې، او ای خلکو ستاسو ځينې مو د ځينو لپاره په شتمنۍ او بې وزلۍ، روغتيا او ناروغۍ کې د دغه اختلاف له امله ازمويښت ګرځولي ياست، آيا صبر کولای شئ په هغه څه چې پرې ازمويل شوي ياست؟! اوستا پالونکی ليدونکی دی د هغه چا صبر کوي او هغه چا چې صبر نه کوي، د هغه چا چې پيروي يې کوي او هغه چا چې سرغړونه ترې کوي. info
التفاسير:
Poruke i pouke ajeta na ovoj stranici:
• الجمع بين الترهيب من عذاب الله والترغيب في ثوابه.
د الله له سزا د وېرولو او د هغه ثواب ته د هڅولو تر منځ يوځای والی راوستل. info

• متع الدنيا مُنْسِية لذكر الله.
د دنيا توښه د الله د ياد هېروونکې وي. info

• بشرية الرسل نعمة من الله للناس لسهولة التعامل معهم.
د رسولانو بشر کېدل د خلکو لپاره د الله يو نعمت دی تر څو له هغوی سره يې معامله آسانه شي. info

• تفاوت الناس في النعم والنقم اختبار إلهي لعباده.
د خلکو تر منځ په نعمتونو او کړاوونو کې توپیر د الله لخوا د خپلو بندګانو يوه ازموينه ده. info