Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod sažetog tefsira Kur'ana na paštu jezik.

قارعه

Intencije ove sure:
قرع القلوب لاستحضار هول القيامة وأحوال الناس في موازينها.
د قيامت د سختيو د استحضار او د خلکو د اعمالو په تللو کې د حالتونو لپاره د زړونو ټکول info

external-link copy
1 : 101

اَلْقَارِعَةُ ۟ۙ

هغه قيامت چې د خپلې سختۍ د لوی والي له امله به د خلکو زړونه کړنګوي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 101

مَا الْقَارِعَةُ ۟ۚ

دغه قيامت څه دی چې د خپلې سختۍ د لوی والي له امله د خلکو زړونه کړنګوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 101

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْقَارِعَةُ ۟ؕ

اې رسوله! ته څه پوهېږې چې دغه قيامت چې د خپلې سختۍ د لوی والي له امله د خلکو زړونه کړنګوي څه دی؟! بېشکه هغه د قيامت ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 101

یَوْمَ یَكُوْنُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوْثِ ۟ۙ

په کومه ورځ چې د خلکو زړونه کړنګول کيږي هغوی به هلته دلته د تيتو شيندل شويو پتنګان غوندې وي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 101

وَتَكُوْنُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنْفُوْشِ ۟ؕ

او غرونه به د خپل تګ او خوځښت په سپک والي کې د ټکول شويو وړيو غوندې وي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 101

فَاَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ ۟ۙ

نو بيا چې د چا نېک اعمال پر بدو اعمالو يې زيات شي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 101

فَهُوَ فِیْ عِیْشَةٍ رَّاضِیَةٍ ۟ؕ

نو هغه به په خوشحاله ژوند کې وي چې په جنت کې به يې ترلاسه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 101

وَاَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ ۟ۙ

او د چا چې بد عملونه پر ښو علمونو يې زيات شي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 101

فَاُمُّهٗ هَاوِیَةٌ ۟ؕ

نو د هغه هستوګنځی او د ورتګ ځای به د قيامت په ورځ دوزخ وي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 101

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا هِیَهْ ۟ؕ

اې رسوله! ته څه پوهېږې چې هغه څه ده؟!. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 101

نَارٌ حَامِیَةٌ ۟۠

هغه سخت ګرم اور دی. info
التفاسير:
Poruke i pouke ajeta na ovoj stranici:
• خطر التفاخر والتباهي بالأموال والأولاد.
پر مالونو او اولادونو د وياړ او فخر کولو خطر. info

• القبر مكان زيارة سرعان ما ينتقل منه الناس إلى الدار الآخرة.
قبر د ورتګ ځای دی، ژر به خلک د آخرت کور لوري ته ترې انتقال شي. info

• يوم القيامة يُسْأل الناس عن النعيم الذي أنعم به الله عليهم في الدنيا.
د قيامت په ورځ به خلک د هغو نعمتونو په اړه پوښتل کيږي چې په دنيا کې پرې پېرزو کړي دي. info

• الإنسان مجبول على حب المال.
د انسان طبيعت له مال سره د مينې پر بنسټ اېښودل شوی دی info