আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- আবু যাকাৰিয়্যা

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
188 : 7

قُلْ لَّاۤ اَمْلِكُ لِنَفْسِیْ نَفْعًا وَّلَا ضَرًّا اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْ كُنْتُ اَعْلَمُ الْغَیْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَیْرِ ۛۚ— وَمَا مَسَّنِیَ السُّوْٓءُ ۛۚ— اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ وَّبَشِیْرٌ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠

7-188 ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي info
التفاسير:

external-link copy
189 : 7

هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ وَّجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِیَسْكُنَ اِلَیْهَا ۚ— فَلَمَّا تَغَشّٰىهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِیْفًا فَمَرَّتْ بِهٖ ۚ— فَلَمَّاۤ اَثْقَلَتْ دَّعَوَا اللّٰهَ رَبَّهُمَا لَىِٕنْ اٰتَیْتَنَا صَالِحًا لَّنَكُوْنَنَّ مِنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟

7-189 دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو ځان نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړه، د دې لپاره چې د هغې ترڅنګ ارام او سكون حاصل كړي، بیا كله چې سړي (خپله جوړه) پټه كړه (جماع يې ورسره وكړه، نو) هغه حامله شوه په سپك حمل سره، نو هغه به يې ګرځاوه، نو كله چې درنه شوه، دواړو له خپل پالونكي الله نه دعا وغوښتله، (چې) كه چېرې تا مونږ ته روغ بچـى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ضرور له شكر كوونكو څخه شو info
التفاسير:

external-link copy
190 : 7

فَلَمَّاۤ اٰتٰىهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهٗ شُرَكَآءَ فِیْمَاۤ اٰتٰىهُمَا ۚ— فَتَعٰلَی اللّٰهُ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

7-190 نو كله چې الله دوى ته روغ بچى وركړ، دوى له الله سره په هغه څه كې شریكان جوړ كړل چې دوى ته يې وركړى و، نو الله ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شريكوي info
التفاسير:

external-link copy
191 : 7

اَیُشْرِكُوْنَ مَا لَا یَخْلُقُ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ ۟ۚ

7-191 ایا دوى (له الله سره) هغه شیان شريكوي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، حال دا چې دوى پخپله پیدا كاوه شي info
التفاسير:

external-link copy
192 : 7

وَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ لَهُمْ نَصْرًا وَّلَاۤ اَنْفُسَهُمْ یَنْصُرُوْنَ ۟

7-192 او نه له دوى سره د څه مدد كولو طاقت لري او نه هم له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
193 : 7

وَاِنْ تَدْعُوْهُمْ اِلَی الْهُدٰی لَا یَتَّبِعُوْكُمْ ؕ— سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ اَدَعَوْتُمُوْهُمْ اَمْ اَنْتُمْ صَامِتُوْنَ ۟

7-193 او كه چېرې تهٔ دوى هدایت ته راوبلې، دوى به ستاسو پیروي ونه كړي، ستاسو لپاره يو شان ده كه تاسو دوى راوبلئ، یا تاسو خاموشه واوسئ info
التفاسير:

external-link copy
194 : 7

اِنَّ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ عِبَادٌ اَمْثَالُكُمْ فَادْعُوْهُمْ فَلْیَسْتَجِیْبُوْا لَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

7-194 بېشكه هغه خلق چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، (هغوى) ستاسو په شان بنده ګان دي، نو هغوى راوبلئ، پس هغوى دې ستاسو بلنه قبوله كړي، كه چېرې تاسو رښتیني یئ info
التفاسير:

external-link copy
195 : 7

اَلَهُمْ اَرْجُلٌ یَّمْشُوْنَ بِهَاۤ ؗ— اَمْ لَهُمْ اَیْدٍ یَّبْطِشُوْنَ بِهَاۤ ؗ— اَمْ لَهُمْ اَعْیُنٌ یُّبْصِرُوْنَ بِهَاۤ ؗ— اَمْ لَهُمْ اٰذَانٌ یَّسْمَعُوْنَ بِهَا ؕ— قُلِ ادْعُوْا شُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ كِیْدُوْنِ فَلَا تُنْظِرُوْنِ ۟

7-195 ایا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا زما په خلاف څه چل (او تدبير) وكړئ، بيا ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ info
التفاسير: