আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- আবু যাকাৰিয়্যা

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
179 : 7

وَلَقَدْ ذَرَاْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِیْرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ ۖؗ— لَهُمْ قُلُوْبٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ بِهَا ؗ— وَلَهُمْ اَعْیُنٌ لَّا یُبْصِرُوْنَ بِهَا ؗ— وَلَهُمْ اٰذَانٌ لَّا یَسْمَعُوْنَ بِهَا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ كَالْاَنْعَامِ بَلْ هُمْ اَضَلُّ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْغٰفِلُوْنَ ۟

7-179 او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته (خو) لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته (خو) اورېدل پرې نه كوي، دغه خلق د څارویو په شان دي، بلكې دوى (له دغو نه هم) زیات ګمراه دي، همدغه خلق غافله دي info
التفاسير:

external-link copy
180 : 7

وَلِلّٰهِ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی فَادْعُوْهُ بِهَا ۪— وَذَرُوا الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْۤ اَسْمَآىِٕهٖ ؕ— سَیُجْزَوْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

7-180 او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغهٔ په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول info
التفاسير:

external-link copy
181 : 7

وَمِمَّنْ خَلَقْنَاۤ اُمَّةٌ یَّهْدُوْنَ بِالْحَقِّ وَبِهٖ یَعْدِلُوْنَ ۟۠

7-181 او په هغو كسانو كې چې مونږ پیدا كړي دي؟ یوه ډله داسې هم شته چې د حق مطابق نېغه لار ښیي او په دې (حق) سره انصاف كوي info
التفاسير:

external-link copy
182 : 7

وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۚ

7-182 او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو يې تكذیب كړى دى؛ ژر به مونږ دوى له داسې لوري په تدریج سره راونیسو چې دوى به نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
183 : 7

وَاُمْلِیْ لَهُمْ ؕ— اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ ۟

7-183 او زه دوى ته مهلت وركوم، بېشكه زما تدبیر (چل) ډېر مضبوط دى info
التفاسير:

external-link copy
184 : 7

اَوَلَمْ یَتَفَكَّرُوْا ٚ— مَا بِصَاحِبِهِمْ مِّنْ جِنَّةٍ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

7-184 ایا دوى هېڅ فكر نه دى كړى، چې د دوى په ملګري پورې هېڅ لیونتوب نشته، نه دى هغه مګر یو ښكاره وېروونكى info
التفاسير:

external-link copy
185 : 7

اَوَلَمْ یَنْظُرُوْا فِیْ مَلَكُوْتِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ ۙ— وَّاَنْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ قَدِ اقْتَرَبَ اَجَلُهُمْ ۚ— فَبِاَیِّ حَدِیْثٍ بَعْدَهٗ یُؤْمِنُوْنَ ۟

7-185 ایا دوى د اسمانونو او ځمكې په سلطنت (او انتظام) كې غور نه دى كړى او په هغو شيانو كې چې الله پیدا كړي دي او په دې كې چې كېداى شي چې د دوى اجل ډېر نژدې شوى وي، نو له دې (قرآن) نه وروسته به دوى پر كومه خبره ایمان راوړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
186 : 7

مَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَلَا هَادِیَ لَهٗ ؕ— وَیَذَرُهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

7-186 هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغهٔ لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته او الله دوى په خپلې سركشۍ كې پرېږدي، په دې حال كې چې سرګردان وي info
التفاسير:

external-link copy
187 : 7

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ السَّاعَةِ اَیَّانَ مُرْسٰىهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّیْ ۚ— لَا یُجَلِّیْهَا لِوَقْتِهَاۤ اِلَّا هُوَ ؔؕۘ— ثَقُلَتْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— لَا تَاْتِیْكُمْ اِلَّا بَغْتَةً ؕ— یَسْـَٔلُوْنَكَ كَاَنَّكَ حَفِیٌّ عَنْهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللّٰهِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

7-187 دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د دې (قیامت) پېښېدل كله دي؟ ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د هغهٔ علم زما له رب سره دى، پر خپل وخت به يې يواځې هغه ظاهروي، دغه (پېښه) په اسمانونو او ځمكه كې درنه ده، پر تاسو به نه راځي مګر ناڅاپه، دوى له تا نه (په داسې انداز كې ) تپوس كوي ګویا كې ته د ده په باره كې پوره تحقیق ته رسېدلى يې، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د ده علم له الله سره دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي info
التفاسير: