আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
17 : 38

اِصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوٗدَ ذَا الْاَیْدِ ۚ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟

دوى چې څه وايي په هغه صبر كوه او زموږ يو بنده داود (علیه السلام) درياد كړه چې د قوت خاوند و [په عبادت کې]، يقيناً هغه ډېر توبه كوونكى و. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 38

اِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهٗ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ وَالْاِشْرَاقِ ۟ۙ

موږ غرونه تابع كړي وو چې ماښام او سهار كې به يې له هغه سره تسبيح ويله. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 38

وَالطَّیْرَ مَحْشُوْرَةً ؕ— كُلٌّ لَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟

او مرغان به هم (تابع) راغونډ شوي وو، ټول هغه ته ورګرځېدونكي وو. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 38

وَشَدَدْنَا مُلْكَهٗ وَاٰتَیْنٰهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ ۟

او موږ يې پاچايي ټينګه كړې او هغه ته مو حكمت او د فيصلې كولو بيان وركړى و. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 38

وَهَلْ اَتٰىكَ نَبَؤُا الْخَصْمِ ۘ— اِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ ۟ۙ

او آيا تا ته د جګړه مارو خبر رسېدلى چې (د هغه) د عبادت ځای ته پر دېوال وروختل. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 38

اِذْ دَخَلُوْا عَلٰی دَاوٗدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوْا لَا تَخَفْ ۚ— خَصْمٰنِ بَغٰی بَعْضُنَا عَلٰی بَعْضٍ فَاحْكُمْ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَاۤ اِلٰی سَوَآءِ الصِّرَاطِ ۟

هغه مهال چې پر داود (علیه السلام) ورننوتل نو هغه ترې وډار شو دوى ويل مه ډارېږه، موږ دوه جګړه كوونكي يو چې له موږ نه ځينو پر ځينو تېرى كړى نو ته مو تر منځ په حقه پریکړه وكړه او بې انصافي مه كوه او سمې لارې ته مو برابر كړه. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 38

اِنَّ هٰذَاۤ اَخِیْ ۫— لَهٗ تِسْعٌ وَّتِسْعُوْنَ نَعْجَةً وَّلِیَ نَعْجَةٌ وَّاحِدَةٌ ۫— فَقَالَ اَكْفِلْنِیْهَا وَعَزَّنِیْ فِی الْخِطَابِ ۟

دا زما ورور دى چې د ده نهه نوي (99) مېږې دي او زما يوه مېږه ده، خو دى وايي چې (دا هم) ماته راكړه او په خبرو كې هم راباندې برلاسى شوى دى. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 38

قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ اِلٰی نِعَاجِهٖ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْخُلَطَآءِ لَیَبْغِیْ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَقَلِیْلٌ مَّا هُمْ ؕ— وَظَنَّ دَاوٗدُ اَنَّمَا فَتَنّٰهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهٗ وَخَرَّ رَاكِعًا وَّاَنَابَ ۟

وېلې رښتيا چې ظلم يې درباندې كړى ستا د مېږې په غوښتو سره چې خپلو مېږو سره يې يو ځاى كړي او بېشكه زياتره شريكان يو پر بل زياتى كوي پرته له هغو كسانو چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي خو داسې خلك (ډېر) لږ دي. او داود (عليه السلام) پوه شو چې موږ وازمايه نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پړمخې په سجده پرېوت او بېرته وګرځېد (الله ته). info
التفاسير:

external-link copy
25 : 38

فَغَفَرْنَا لَهٗ ذٰلِكَ ؕ— وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟

نو هغه (خطا) مو ورته وبخښله، او يقيناً زموږ پر وړاندې د هغه لويه مرتبه او غوره استوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 38

یٰدَاوٗدُ اِنَّا جَعَلْنٰكَ خَلِیْفَةً فِی الْاَرْضِ فَاحْكُمْ بَیْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوٰی فَیُضِلَّكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَضِلُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌۢ بِمَا نَسُوْا یَوْمَ الْحِسَابِ ۟۠

اى داوده! موږ ته پر ځمكه كې خليفه ټاكلى يې نو د خلكو تر منځ په حقه فيصله كوه او په هوس پسې مه ځه چې بيا به دې د الله له لارې واړوي، بېشكه هغه خلك چې د الله له لارې اوړي د هغوى لپاره سخت عذاب دى، په دې چې د حساب ورځ يې هېره كړې وه. info
التفاسير: