আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

ص

external-link copy
1 : 38

صٓ وَالْقُرْاٰنِ ذِی الذِّكْرِ ۟ؕ

ص [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 38

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ عِزَّةٍ وَّشِقَاقٍ ۟

بلکه هغوى چې كافر شوي په كبر او مخالفت كې (لګيا) دي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 38

كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَّلَاتَ حِیْنَ مَنَاصٍ ۟

موږ له دوى مخكې څومره ولسونه تباه كړل چې (ډېرې) چيغې بغارې يې ووهلې خو هغه وخت د خلاصون (وخت) نه و. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 38

وَعَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ ؗ— وَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا سٰحِرٌ كَذَّابٌ ۟ۖۚ

او دوى په دې حيران دي چې څنګه د دوى (له قوم) نه يو وېروونكى ورته راغى! او كافرانو وويل چې دا خو يو ډېر دروغجن كوډګر دى. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 38

اَجَعَلَ الْاٰلِهَةَ اِلٰهًا وَّاحِدًا ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ عُجَابٌ ۟

اّيا له ټولو (باطلو) معبودانو يې يو معبود [حق] جوړ كړى؟ دا خو يقيني ډېر عجيبه شى دى. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 38

وَانْطَلَقَ الْمَلَاُ مِنْهُمْ اَنِ امْشُوْا وَاصْبِرُوْا عَلٰۤی اٰلِهَتِكُمْ ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ یُّرَادُ ۟ۚ

او سرداران يې په دې خبره ولاړل چې ځئ ځئ په خپلو معبودانو (ټينګ) صبر وكړئ، يقيناً دا يو شى دى چې (څه غرض پكې) غوښتل كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 38

مَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِی الْمِلَّةِ الْاٰخِرَةِ ۖۚ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا اخْتِلَاقٌ ۟ۖۚ

دا خو موږ په وروستي دين (نصرانيت) كې هم نه دي اورېدلي، دا له ځانه جوړ شوو دروغو پرته بل هيڅ نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 38

ءَاُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ مِنْ بَیْنِنَا ؕ— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْ ذِكْرِیْ ۚ— بَلْ لَّمَّا یَذُوْقُوْا عَذَابِ ۟ؕ

آيا زموږ له منځه ايله په ده باندې دغه ذكر (قراّن) رانازل شو؟ بلكې دوى لا زما له ذكره (وحى) په شك كې دي، خو په اصل كې دوى لا زما عذاب نه دى څكلى. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 38

اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِیْزِ الْوَهَّابِ ۟ۚ

ايا له دوى سره ستا د برلاسي ډېر بخښونكي رب خزانې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
10 : 38

اَمْ لَهُمْ مُّلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۫— فَلْیَرْتَقُوْا فِی الْاَسْبَابِ ۟

يا كه له دوى سره د اّسمانو، ځمكې او د هغو ترمنځ شيانو پاچايي ده؟ نو په اسبابو دې پورته وخيژي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 38

جُنْدٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُوْمٌ مِّنَ الْاَحْزَابِ ۟

دا هلته د لښكرو نه يو ماتې خوړونکی لښكر دى. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 38

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّعَادٌ وَّفِرْعَوْنُ ذُو الْاَوْتَادِ ۟ۙ

له دوى مخكې هم د نوح قوم، عاديانو او د مېخونو والا فرعون (دا خبره) دروغ ګڼلې وه. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 38

وَثَمُوْدُ وَقَوْمُ لُوْطٍ وَّاَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الْاَحْزَابُ ۟

او ثموديانو، د لوط قوم او دبڼ والا وو، دوى (لويې لويې) ډلې وې. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 38

اِنْ كُلٌّ اِلَّا كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ ۟۠

دوى ټول يو هم داسې نه وو چې رسولان يې دروغجن نه وي ګڼلي، چې بيا زما عذاب (هم) پرې ثابت شو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 38

وَمَا یَنْظُرُ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً مَّا لَهَا مِنْ فَوَاقٍ ۟

او دا خلك له يوې (سختې) كړيكې پرته د بل څه انتظار نه باسي چې بيا به د هغې لږ ځنډېدل هم نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 38

وَقَالُوْا رَبَّنَا عَجِّلْ لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ یَوْمِ الْحِسَابِ ۟

او دوى وويل: زموږ ربه! زموږ برخه عذاب (يا عملنامه) د حساب له ورځې مخكې راكړه. info
التفاسير: