আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
21 : 32

وَلَنُذِیْقَنَّهُمْ مِّنَ الْعَذَابِ الْاَدْنٰی دُوْنَ الْعَذَابِ الْاَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او موږ به خامخا دوى ته د لوى عذاب [د اخرت عذاب] نه مخكې د نږدې عذاب [د دنیا عذاب] څه خوند ور وڅكو، تر څو هغوى راوګرځي ( له ګناهونو څخه). info
التفاسير:

external-link copy
22 : 32

وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ ثُمَّ اَعْرَضَ عَنْهَا ؕ— اِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِیْنَ مُنْتَقِمُوْنَ ۟۠

او تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې د خپل رب په اّيتونو نصيحت ورته وشي بيا له هغه مخ واړوي، بېشكه موږ له مجرمانو غچ اخيستونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 32

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَلَا تَكُنْ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْ لِّقَآىِٕهٖ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ۚ

او بېشکه موږ موسىٰ ته كتاب وركړى و، نو مه کیږه په شک کې د ملاقات د هغه نه او هغه مو د بنى اسرائيلو لپاره د لارښوونې وسيله ګرځولى و. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 32

وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوْا ؕ۫— وَكَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یُوْقِنُوْنَ ۟

او له هغوی مو (څه كسان) امامان وګرځول چې زموږ په امر به يې لارښوونه كوله، هغه مهال چې دوى صبر وكړ او زموږ پر اّيتونو يې باور كولو. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 32

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

بېشكه ستا رب به د قيامت په ورځ د دوى ترمنځ د هغه څه پرېکړه كوي چې دوى پكې اختلاف كولو. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 32

اَوَلَمْ یَهْدِ لَهُمْ كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ یَمْشُوْنَ فِیْ مَسٰكِنِهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ ؕ— اَفَلَا یَسْمَعُوْنَ ۟

آيا دې خبرې دوى ته نه ده روښانه كړې چې موږ له دوى مخكې څومره قومونه تباه كړل چې (اوس يې) دوى په كورونو كې ګرځي، بې شکه په دې كې نښانې دي، نو آيا دوى نه اوري. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 32

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا نَسُوْقُ الْمَآءَ اِلَی الْاَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهٖ زَرْعًا تَاْكُلُ مِنْهُ اَنْعَامُهُمْ وَاَنْفُسُهُمْ ؕ— اَفَلَا یُبْصِرُوْنَ ۟

اّيا دوى نه ګوري چې موږ د وچې ځمكې په لور اوبه روانوو بيا په هغو سره فصل راوباسو چې د دوى څاروي يې هم ترې خوري او خپله هم، نو آيا (دا) نه ويني؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 32

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْفَتْحُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او دوی وایې چې کله به وي دا فیصله که تاسو رښتیني یاست. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 32

قُلْ یَوْمَ الْفَتْحِ لَا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِیْمَانُهُمْ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟

ووايه: د پرېکړې په ورځ خو به كافرانو ته د هغوى ايمان هيڅ ګټه ونه رسوي او نه به هغوى ته څه مهلت وركول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 32

فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَانْتَظِرْ اِنَّهُمْ مُّنْتَظِرُوْنَ ۟۠

نو مخ واړوه له دوی نه او انتظار كوه، یقینا دوى هم انتظار كوونكي دي. info
التفاسير: