আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

سجده

external-link copy
1 : 32

الٓمّٓ ۟ۚ

الم [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 32

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ لَا رَیْبَ فِیْهِ مِنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

د دې كتاب نازلېدلو کې شك نشته چې د مخلوقاتو د پالونكي لخوا دى. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 32

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ۚ— بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اَتٰىهُمْ مِّنْ نَّذِیْرٍ مِّنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟

اّيا (کافران) وايي چې دې پېغمبر دا قران د ځان څخه جوړ كړى؟ نه، بلکې راتلل د دې قران ثابت دي ستا د رب له طرفه، دې لپاره چې ووېروې په دې قران هغه خلك چې له تا مخکې ورته وېرونكى نه دى راغلى، دې لپاره چې سمه لار ومومي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 32

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا شَفِیْعٍ ؕ— اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟

الله هغه ذات دى چې آسمانونه، ځمكه او څه يې چې یې ترمنځه دي په شپږو ورځو كې پيدا کړي، بيا پر عرش پورته شو، ستاسي لپاره له هغه پرته څوك بچ کوونکی او سپارښتګر نشته، نو اّيا تاسي څه درس نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
5 : 32

یُدَبِّرُ الْاَمْرَ مِنَ السَّمَآءِ اِلَی الْاَرْضِ ثُمَّ یَعْرُجُ اِلَیْهِ فِیْ یَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهٗۤ اَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ ۟

هغه له اسمانه ځمكې ته د (هر) كار سمبالښت كوي، بيا په هغه ورځ ده ته ورخيژي چې ستاسي په شمېره يې اندازه زر كاله ده. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 32

ذٰلِكَ عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

همدا ذات د پټو او څرګندو عالم، برلاسى او ډېر مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 32

الَّذِیْۤ اَحْسَنَ كُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهٗ وَبَدَاَ خَلْقَ الْاِنْسَانِ مِنْ طِیْنٍ ۟ۚ

هغه ذات چې ډېر ښه يې جوړ كړی دی هر شی، او پيل کړی یې دی پېدایښت د انسان له خټې نه. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 32

ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهٗ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ مَّآءٍ مَّهِیْنٍ ۟ۚ

بيا يې جوړ کړی نسل د هغه د راښکلی شوو اوبو سپکو نه. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 32

ثُمَّ سَوّٰىهُ وَنَفَخَ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِهٖ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟

چې بيا يې سم برابر كړ او له خپل روح نه يې پوكى پكې وكړ، او تاسي ته يې د اورېدو، ليدو (قوتونه) او (فكر كولو) زړو نه دركړل، (خو) تاسو ډېر لږ شكر باسئ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 32

وَقَالُوْۤا ءَاِذَا ضَلَلْنَا فِی الْاَرْضِ ءَاِنَّا لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ؕ۬— بَلْ هُمْ بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ كٰفِرُوْنَ ۟

او دوى وويل: آيا كله چې موږ په ځمكه كې (خاورو سره) ورك شو نو بيا به نوي پيدايښت كې منځ ته راشو؟ دوى خو له خپل رب سره د مخامخ کېدلو نه هم منكر دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 32

قُلْ یَتَوَفّٰىكُمْ مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِیْ وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ تُرْجَعُوْنَ ۟۠

ورته ووايه: د مرګ هغه ملايك به مو سا اخلي چې پر تاسو ګمارل شوى، بيا به د خپل رب په لور ګرځول كېږئ. info
التفاسير: