আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
15 : 16

وَاَلْقٰی فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِكُمْ وَاَنْهٰرًا وَّسُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۙ

او په ځمكه كې يې كلک غرونه واچول چى درباندې ونه خوځيږي، او (پيدا كړې يې دى) ويالې او لارې چې تاسو لار ومومئ. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 16

وَعَلٰمٰتٍ ؕ— وَبِالنَّجْمِ هُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟

او (پيدا كړې يې دي) علامې (نښانې) او په ستورو سره (هم) دوى لار مومي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 16

اَفَمَنْ یَّخْلُقُ كَمَنْ لَّا یَخْلُقُ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

نو آيا هغه څوک چې پيدا كوي د هغه چا په شان دی چې هېڅ هم نه پيدا كوي؟ آيا تاسي پند نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 16

وَاِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

او كه تاسي د الله د نعمتونو شمېرل وغواړئ نه يې شئ شمېرلى، بې شکه هغه ډېر بخښونكى او مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 16

وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُسِرُّوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟

او الله تعالی پوه دی په هغه څه چې تاسو یې پټوئ او په هغه څه چې ښکاره کوئ یې. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 16

وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ ۟ؕ

او هغوى چې له الله پرته نور څه رابلي، هغه هېڅ نه پيدا كوي بلكې خپله مخلوق دي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 16

اَمْوَاتٌ غَیْرُ اَحْیَآءٍ ؕۚ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۙ— اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟۠

مړه دي، نه ژوندي، او نه پوهيږي چې بيا به كله راپاڅول شي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 16

اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ قُلُوْبُهُمْ مُّنْكِرَةٌ وَّهُمْ مُّسْتَكْبِرُوْنَ ۟

په حقه سره ستاسو معبود هماغه يو معبود دى، نو هغوى چې آخرت نه مني، زړونه يې منكر او دوى په لويي كې تللي دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 16

لَا جَرَمَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِیْنَ ۟

شک نشته چې الله ښه پوهيږي په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې څرګندوي يې، بې شکه هغه لویي کوونکي نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 16

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ مَّاذَاۤ اَنْزَلَ رَبُّكُمْ ۙ— قَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

او چې ورته وويل شي رب مو څه نازل كړي؟ وايي: د ړومبنيو څه نكلونه (کیسې). info
التفاسير:

external-link copy
25 : 16

لِیَحْمِلُوْۤا اَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ۙ— وَمِنْ اَوْزَارِ الَّذِیْنَ یُضِلُّوْنَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— اَلَا سَآءَ مَا یَزِرُوْنَ ۟۠

تر څو د قيامت په ورځ هم خپل پيټي پوره په شا كړي او هم د هغو له پېټو چې په ناپوهي كې دوى بې لارې كړي دي، ګورئ څومره بد پيټي دي چې دوى يې وړي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 16

قَدْ مَكَرَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَاَتَی اللّٰهُ بُنْیَانَهُمْ مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَیْهِمُ السَّقْفُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَاَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

له دوى مخكې خلكو هم (دغسې) چلونه جوړ كړي وو خو الله يې د چلونو كلا له بېخه ونړوله، چت يې له پاسه پرې وغورځېد او له يو داسې لوري آفت ورباندې راغى چې دوى نه پوهېدل. info
التفاسير: