আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
7 : 16

وَتَحْمِلُ اَثْقَالَكُمْ اِلٰی بَلَدٍ لَّمْ تَكُوْنُوْا بٰلِغِیْهِ اِلَّا بِشِقِّ الْاَنْفُسِ ؕ— اِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ

او ستاسو درانه پيټي تر هغې سيمې وړي چې تاسو يې له ډېر كړاو ګاللو پرته نه شئ رسولى، رښتيا چې ستاسو رب خامخا ډېر مهربان خواخوږى دى. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 16

وَّالْخَیْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِیْرَ لِتَرْكَبُوْهَا وَزِیْنَةً ؕ— وَیَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

آسونه، كچر او خره يې دې لپاره پيدا كړل چې هم پرې سپاره شئ او هم ښكلا وي، او نور داسې شيان هم پيدا كوي چې تاسو ورباندې نه پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 16

وَعَلَی اللّٰهِ قَصْدُ السَّبِیْلِ وَمِنْهَا جَآىِٕرٌ ؕ— وَلَوْ شَآءَ لَهَدٰىكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟۠

او پر هماغه الله د سمې لارې ښودل دي، او (سره له دې چې) څه لارې كږې هم دي او كه هغه غوښتي وى نو تاسو ټولو ته به يې هدايت كړى و. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 16

هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً لَّكُمْ مِّنْهُ شَرَابٌ وَّمِنْهُ شَجَرٌ فِیْهِ تُسِیْمُوْنَ ۟

هماغه ذات دى چې له اسمانه یې اوبه ورولي چې هم ستاسو څښاك دى او هم ونې بوټي چې خپل څاروي پكې څروئ. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 16

یُنْۢبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّیْتُوْنَ وَالنَّخِیْلَ وَالْاَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟

رازرغونوي (الله تعالی) تاسي ته په دغو اوبو سره کښت (فصل) او زیتون (خونه) او خرماوې او انګور او له هر قسمه میوو څخه، بې شکه په دې کې خامخا دلیلونه دي د هغه قوم لپاره چې د فکر نه کار اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 16

وَسَخَّرَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ۙ— وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— وَالنُّجُوْمُ مُسَخَّرٰتٌ بِاَمْرِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟ۙ

او تاسي لپاره یې شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ په كار اچولي دي او ټول ستوري هم د هغه په حكم په كار اچول شويدي، په دې كې د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې له پوهې څخه كار اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 16

وَمَا ذَرَاَ لَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُخْتَلِفًا اَلْوَانُهٗ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّقَوْمٍ یَّذَّكَّرُوْنَ ۟

او دا چې هغه تاسي لپاره په ځمكه كې ډېر رنګارنګ شيان پېدا كړيدى، په دې كې هم د هغو خلكو لپاره ارومرو نښانه ده چې درس اخيستونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 16

وَهُوَ الَّذِیْ سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَاْكُلُوْا مِنْهُ لَحْمًا طَرِیًّا وَّتَسْتَخْرِجُوْا مِنْهُ حِلْیَةً تَلْبَسُوْنَهَا ۚ— وَتَرَی الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِیْهِ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې سمندر په كار اچولى څو تازه غوښه ترې وخورئ، او د ښكلا هغه ګاڼه ترې وباسئ چې اغوندئ يې، او ته وينې چې بېړۍ ګانې پكې څېروونكې روانې دي څو تاسو د هغه (الله) د لورينې لټون وكړئ او شكرونه وباسئ. info
التفاسير: