আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

external-link copy
102 : 9

وَاٰخَرُوْنَ اعْتَرَفُوْا بِذُنُوْبِهِمْ خَلَطُوْا عَمَلًا صَالِحًا وَّاٰخَرَ سَیِّئًا ؕ— عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّتُوْبَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

له ښاري خلکو بل قوم داسې دی چې پرته له عذره له غزا پاتې شول، پر خپلو ځانو يې اقرار وکړ چې هغوی لره کوم عذر نه و، د درواغو عذرونه يې را نه وړل، خپل پخواني نېک اعمال چې د الله پيروي کول، پر حکمونو يې ټينګ درېدل او د هغه په لار کې جهاد کول دي له ناروا کار سره ګډوډ کړل، له الله څخه هيله لري چې توبه يې قبوله کړي او ترې تېر شي، بېشکه الله د هغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• فضل المسارعة إلى الإيمان، والهجرة في سبيل الله، ونصرة الدين، واتباع طريق السلف الصالح.
د ايمان او الله په لار کې هجرت، د دين د مرستې او پخوانيو ښو خلکو د پيروۍ خواته د بيړې کولو غوراوی. info

• استئثار الله عز وجل بعلم الغيب، فلا يعلم أحد ما في القلوب إلا الله.
د پټو پوهه الله خپل ځان ته ځانګړې کړې؛ نو له الله پرته هيڅوک پر هغه څه نه پوهيږي چې په زړونو کې دي. info

• الرجاء لأهل المعاصي من المؤمنين بتوبة الله عليهم ومغفرته لهم إن تابوا وأصلحوا عملهم.
هېله لرل د هغو ګناهکاره مؤمنانو لپاره د الله لخوا په توبه قبلولو او هغوی ته په بښنې کولو که چېرې الله ته توبه وباسي او خپلې کړنې ښې کړي. info

• وجوب الزكاة وبيان فضلها وأثرها في تنمية المال وتطهير النفوس من البخل وغيره من الآفات.
د زکات واجبوالی، د فضيلت بيان يې، د مال په زياتوالي او له بخل او داسې نورو آفتونو څخه د نفسونو په پاکوالي کې يې اغېز. info